کاری ساحې

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره د جمهوري ریاست د عالي مقام د ۱۳۸۶ کال د وږي د مېاشتې ۸ مې نېټې د ۱۰۴۷ ګڼه حکم له مخې، رامنځته شوې ده.
دا اداره اړه ده ترڅو سیمه ییزه حکومتوالي رهبري او د هېواد د ۳۴ ولایتونو د اړونده ادارو له لارې د قانون د مقرراتو ترسره کول، د پروګرامونو پلي کول او رسمي او کاري کړنې ترسره کړي.

دغه راز د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره، یو دولتي نهاد ده، چې په سیمه ییزه کچه د ښې حکومتوالۍ د رامنځته کولو، پیاوړتیا، پرمختګ او رڼې حکومتوالۍ د دودولو او حساب ورکونې مسوولیت په غاړه لري.
دا اداره د سیمه ییزې حکومتوالۍ د پالیسیو جوړولو په چاره کې تر ټولو لویه مرجع بلل کیږي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره، د سیمه ییزې حکومتوالۍ د چارو د څارنې د ارګان په توګه، مسوولیت لري ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د ولایتونو دفترونه، ولسوالۍ، ښاروالۍاو ولایتي شوراګانې وسپارل شوې دندې د ورکړل شویو مسوولیتونو او واکونو له مخې ترسره کړي.

د ستراتیژیکي پلان له مخې، چې تر دې وړاندې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له لوري جوړ شوی دی، ددې ادارې دندې په څلورو برخو وېشل شوي، چې شامل پر د پالیسي، د پالیسي د چوکاټ طرحه، قوانینو او د سیمه ییزې حکومتوالۍ لپاره د مقرراتو( چې د عامه اداره کې اصلاحاتو، ظرفیت جوړونې، د بنسټونو پیاوړتیا، له ښاروالیو څخه د ملاتړ، د اداري فساد کمول او د هېواد د اداري سرحدونو لپاره د نقشې طرحه ) ده شامل دي.

د حکومتوالۍ لویې دندې شامل دي پر د حکومتوالۍ له پراختیا څخه ملاتړ، د ولایتونو په کچه د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه، د سیمه ییزې حکومتوالۍ په چارو کې د خلکو د ګډون او د ولایتي له منتخبو بنسټونو سره د اړیکو ټینګښت دي.

دغه راز ملاتړي دندې هم د ولایتونو په کچه د ملي بروګرامونو د پرمخ بیولو او اسانتیاوو رامنځته کول قلمداد شوي دي.

د والیانو دفترونه (ولایتي چارواکي) مسوولیت لري چې د ګڼ شمېر ولایتي ادارو ترمنځ د همغږی چارې تسهیل کړي.

د ولسي استازولیو او نورو اړونده مراجعو له لارې خلکو ته د ګن شمېر ادارو له لوري د حساب ورکونې ساتل د ولایتي شوراګانو له مسوولیتونو څخه دي. د عامه خدمتونو د برابرولو چې د وزارتونو له لورې د برابرشویو خدماتو مکمل دی، د اړونده ریاست، ښاروالیو او د ولسوالیو ه مسوولیتونو څخه شمېرل کیږي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره ددغو پروګرامونو د پلي کېدونکي او څارونکي په توګه داسې رول ترسره کوي، چې په پایله کې د سیمه ییزو ادارو د وړتیا لوړونې لامل کیږي.
په بل عبارت، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکېادارې رول د سیمو په کچه د دولتي بنسټونو پیاوړتیا ده ترڅو دا بنسټونه وکړای شي خپلې دندې او مسوولیتونه د قوانینو او نافذه پالیسیو له مخې ترسره کړي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره، د سیاسي ارشدو کارکوونکو د ګمارنې په چاره کې د جمهوري ریاست له دفتر سره مرسته کوي.
په دې نقشه کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره هم د ګمارنې او هم ددغو کارکوونکو د کړنو د موثریت د څارنې په چاره کې دخیله ده.
اداره دغه راز د اداري دفترونو له لارې د سیمه ییزو ادارو د واحدونو د ملکي خدمتونو د کارکوونکو بودیجوي چارې تنظیموي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې تخنیکي څانګې ددغو طرزالعملونو، د حکومتوالۍ د معیارونو د پلی کېدو او دا شان ددغو فعالیتونو د ترسره کولو څخه د څارنې مسوولیت لري.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره د بهرنیو تمویلونکو پروژو له لارې د پلان جوړونې د وړتیا لوړولو په برخو کې د سیمه ییزو ادارو واحدونو سره مرسته کوي.
دا اداره د سیمه ییزو ادارو له کړنو څخه څارنه کوي او د اړتیا په وخت کې د همغږی رامنځته کولو سربېره، او سرچینو ته د لاسرسي د تسهیل چاره کې هم لازمې مرستې برابروي.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې اداره دغه راز د ښارونو په کچه د ولسي تړون د پروګرام یو له اصلي پلي کېدونکو څخه ده.
دا اداره دنده لري چې د اړونده وزارتونو، سکتوري ریاستونو او د ښاروالیو په همغږۍ د ښارونو په کچه پرمختیايې پروګرامونه پلي کړي.