د ښاروالیو چارو معینیت

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ښاروالیو معین لنډه پېژندنه:


ډاکټر صبغت الله غزنوي د عبدالرازق زوی، چې په ۱۳۵۲ لمریز کال کې یې په غزني ولایت کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي، نوموړي په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د پاکستان پنجاب پوهنتون طب له برخې څخه د لیسانس سند ترلاسه کړی دی. ښاغلي غزنوي ۲۰۱۶ کال کې د امریکا جورج تون پوهنتون کې د حکومتولۍ په برخه کې د ماسترۍ ترکچې زده کړې کړئ دي.
نوموړی مخکې له دې د ولایاتو د چارو د انسجام رییس، د پالیسي سلاکار، ولسوالیو ته د خدماتو د عرضه کولو د برنامې رییس او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ولسي تړون برنامې د رییس سربېره د سویډن کمېټې د خدماتو رییس په توګه دې خاورې او خلکو ته پرېمانه خدمتونه کړي دي.
ډاکټر صبغت الله غزنوي د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم له مخې په ۱۳۹۹ کال کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ښاروالیو معین په توګه وګمارل شو.