سیمه ییزه حکومتوالۍ پروګرام

د افغانستان د سيمه ييزې حکومتولۍ پروګرام لنډه پيژندنه
د پروګرام نوم: د افغانستان – سيمه ييزه حکومتولي (oGoL)
د پروګرام د پېل نيټه: د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر اوله
د پروګرام د پای نيټه: د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر ۳۰مه
رهبري کوونکې اداره: د ملګرو ملتونو پرمختيايي دفتر
تطبيق کوونکې اداره: د ملګرو ملتونو پرمختيايي دفتر
تمويلوونکې اداره/ ادارې: اروپايي اتحاديه – سويس – ايټاليا
د تطبیق کلیدي همکار: د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره
د پروژې په تطبیق کې نور همکاري کوونکي:
د اقتصاد وزارت: د ولایتونو د پرمختیايي پلانونو څار – حساب ورکول
د مالیې وزارت: د ولایتونو بودیجه سازي
مدني ټولنې: ټولنیز فعالیتونه او په پلان جوړونه کې برخه اخیستنه
د پروګرام مسوول: عبدالحمید عمر
ایمیل ادرس: abdulhameed.omar@undp.org
اړیکشمېره: ۰۷۹۰۰۴۹۳۵۰

هدفونه:
۱- د حساب ورکونې او د خدمتونو د روڼتیا په برخه کې، د ولایتي مقاماتو او ولایتي شورا ګانو د ظرفیت لوړول.
۲- ښاروالۍ ګانې د عوایدو په ډیرښت سره توانیدلی شي، څو په مشترک او حساب ورکونکي بڼه خپل خدمات وړاندې کړي.
۳- د سیمه ییزې حکومتولۍ څخه د څار په پار د مدني ټولنو ظرفیت لوړول.
۴- د سیمه ییز حکومت د حساب ورکونې او د خدماتو وړاندې کوونې په پار، د پالیسیو جوړولو برخه کې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وړتیا لوړول.

تمې/ توقعات
۱- په ولايتونو او ښاروالیو کې د مشارکتي پروسو غوره پلان جوړونه
۲- د ملي او سيمه ييزو مقاماتو غوره ظرفيت
۳- په سيمه ييزه کچه د غوره خدمتونو لپاره د نوو کڅوړو/ بستو فعالول
۴- په سيمه ييزه حکومتوالۍ کې د مدني ټولنو د فعاليت پياوړي کول.
۵- د سيمه ييزې حکومتوالۍ د بيا کتل شوې پاليسۍ تطبيق کول.

بوديجه
۲۷ ميليونه امريکايي ډالر

تر پوښښ لاندې ولايتونه:
۱- ولايتونه:( باميان،دايکندي، هلمند، کابل، کاپيسا، خوست، کندوز، نيمروز، پکتيکا، پکتيا، پنجشير، سر پل، ارزګان، بلخ، هرات، کندهار او ننګرهار)
۲- ولسوالۍ:( خلم، بلخ، ګذره، انجيل، تورغونډۍ، کوهسان، پنجوايي، سپین بولدک، د کوهستان اوله برخه، سرخرود او اقچه، قره باغ، تورخم او شير خان بندر)

په ولايتونو کې د کارکوونکو شمېر
۲۸ تنه مرکزي
۱۲ تنه حوزوي
۵۶ تنه مرکزي NTA
۷۴تنه ولايتي NTA