(اسلا) یا سیمه ییزه ادارو پیاوړتیا نوښت پروګرام

د سیمه ییزو ارګانونو د پیاوړتیا او نوښت پروګرام
د اسلا پروګرام اصلي موخه په افغانستان کې د سیمه ییزې حکومتولۍ سیستم پیاوړي کول دي، چې د سیمه ییزې حکومتولۍ، د مالي پلان جوړولو او پراختیا پروسې، د خلکو څخه د ملاتړ او د عامه خدمتونو په چمتو کولو کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سره همکاري کوي.
د اسلا پروګرام په ځانګړي ډول څلور اساسي برخې او موخې لري:۱) ولایتي پلان جوړونه. ۲) د سیمه ییز حکومت پراختیا. ۳) ټولنیز عدالت غوښتنه. ۴) ولسي ګډون.

ترسره کړي فعالیتونه:
ولایتي بودیجه او پلان جوړونه:
د( BC1 او د BC2) روزنیز پروګرامونه: د( اسلا) پروګرام د وزارت مالیې د بودیجې عمومي ریاست په همکارۍ، ( ۷) روزنیز پروګرامونه په کابل، هرات، بدخشان، بلخ، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې دایر کړي و، چې په دې روزنیزو پروګرامونو کې د(۳۴) ولایتونو د بېلا بېلو دولتي ادارو ۲۹۶( ۲۹۱ نارینه او ۵ ښځینه) کار کوونکو برخه اخیستې وه.
د عامه مالي مدیریت کمیټې روزنیز پروګرام: د( اسلا) پروګرام د وزارت مالیې د بودیجې عمومي ریاست په همکارۍ، کندهار، هرات، بدخشان، کابل، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې د عامه مالي مدیریت کمیټو (۷) روزنیز پروګرامونه دایر کړي. په دې روزنیز پروګرامونو کې د(۳۱) ولایتونو د بېلا بېلو دولتي ادارو ۱۴۴( ۱۲۲ نارینه او ۲۲ ښځينه) کارکوونکو برخه اخیستې وه. یاده کميټه د ولایتي مالیاتو د بیا کتنې په منظور نوې رامنځته شوې، ښاغلی مستوفي د کمیټې رییس او بودیجوي کارشناس، د اقتصاد رییس، د ښځو چارو رییس او د ولایت مقام دفتر نماینده یې غړي دي. دوی ټولې بودیجې ته بیا کتنه کوي او ټولو اړونده ریاستونو او د ولایت مقام دفترونو ته د بودیجې د چت توزیع کولو مسوولیت لري.
د ولایت مقام دفترونو ته یو کلن عملیاتي او مدیریتي پلان: ( اسلا) پروګرام د بادغیس، بلخ، فراه، فاریاب او د ننګرهار ولایتونو د ولایت مقام دفترونو، د بشري منابعو ریاست او د تخنیکي او سکتوري خدماتو ریاست سره د عملیاتي او مدیریتي پلان جوړونې او د عامه پالیسۍ پېژندنې په برخه کې همکاري کړې. د( اسلا) پروژې یو کلن عملیاتي او مدیریتي پلان جوړونې لنډ لارښود ترتیب او تنظیم کړی و چې له مخې یې ولایتي مقام دفترونه او اړونده ریاستونه په دې وتوانېدل چې د ۲۰۱۶م کال عملیاتي او مدیریتي پلانونه د خپل نقش او اړونده مسوولیتونو سره سم جوړ او تنظیم کړي.

د سیمه ییزې ادارې پراختیا
د اداري وظایفو د تحلیل روزنیز پروګرام:( اسلا) پروګرام په لغمان، میدان وردګ او ننګرهار ولایت کې د اداري وظایفو د تحلیل په اړه ۳ روزنیزې جلسې دایرې کړي، چې په کې د بېلا بېلو دولتي ادارو ۲۰ کار کوونکو ګډون کړی و.
د ولایت مقام دفترونو د کاري زده کړو پروګرام: د( اسلا) پروګرام د سیمه ییزې حکومتولۍ د چارو پوهاوي په پار په بلخ، فراه، هرات او ننګرهار ولایت کې ۸ ( ۴نارینه او ۴ ښځینه)کسان ګمارلي. ګمارل شوي کسان د خپلو کارونو په جریان کې په ۲۰۱۶م کال کې له پوهنتون فارغ شويو ته په ولایتي دفترونو او ادارو کې د کاري زده کړو زمینه مساعده کړې، چې د ولایت مقام دفترونو، اقتصاد ریاست او مستوفیتونو کې د ورځینو کارونو او فعالیتونو په ترسره کولو سره کاري تجربه ترلاسه او د سیمه ییزې حکومتولۍ د فعالیتونو او چارو سره اشنا شي. د دې شپږ میاشتني کاري زده کړو څخه وروسته دوی کولای شي چې د سیمه ییز حکومت په تشکیلاتو کې د دایمي کار غوښتنه وکړي.

ټولنیز عدالت غوښتنه
د عدالت غوښتنې روزنیز پروګرام: ( اسلا) په فراه، میدان وردګ، بغلان، فاریاب، غزني، لغمان، لوګر، بادغیس، غور، کونړ، هرات، بلخ او ننګرهار ولایت کې د عدالت غوښتنې(۱۳) روزنیز پروګرامونه دایر کړي، په دې پروګرامونو کې د دولتي کارکوونکو په ګډون د ولایتي شورا غړو، د یو شمېر مدني ټولنو غړو او د رسنیو استازو برخه اخیستې وه، چې ټولټال شمېر یې ۲۶۳ (۱۹۴ نارینه او ۶۹ ښځینه) تنو ته رسیده.
( اسلا) پروګرام (۱۰) ولایتي شورا ګانو سره د عدالت غوښتنې پرمختیايي پلانونو کې د ولایتي پروژو پرمختیايي پلان برخه کې همکاري کړې ده. لاندې جدول ښيي چې د ولایتي شورا لخوا د عدالت ِغوښتنې پلانونو ته انکشاف ورکړل شوی دی:
بادغیس، د لمان – قیصار سرک جوړولو لپاره د عدالت غوښتنې پلان
بغلان، د بغلان د عمومي شفاخانې جوړولو لپاره د عدالت غوښتنې پلان
بلخ، پر چشمه شفا د بريښنا بند جوړول
فراه، د ښځینه باغ حوړولو لپاره د عدالت غوښتنې پلان
فاریاب، د ملي راډیو – تلویزیون د تخنیکي او مسلکي تجهیزاتو او د تالار جوړولو لپاره د عدالت غوښتې پلان
غزني، د ښځينه جمنازیوم جوړولو لپاره د عدالت غوښتنې پلان
غو