د کورنی پلټنې ریاست

د کورنۍ پلټنې رییس لنډه پېژندنه:

عبدالحبیب جبارخېل د سید حبیب زوی؛ په ۱۳۴۱ لمریز کال کې په ننګرهار ولایت کې دې نړۍ ته سترګې رنې کړي دي، نوموړي لومړنۍ زده کړې په کابل کې د بیحقي له ښوونځي څخه پېل، منځنۍ دوره یې په محبوبه سلطانی ( لامعه شهید) ښوونځي او د لیسې دوره یې په شاه دوشمشېره ښوونځي کې بشپړه کړې ده. ښاغلي جبارخېل په ۱۳۶۷ کې د حربي پوهنتون له ځمکني سیاسي پوهنځي څخه د لیسانس او خپله ماسترۍ یې د سویس په یومف پوهنتون کې د عامه حقوقو په برخه کې بشپړه کړې ده.
عبدالحبیب جبارخېل مخکې له دې ۳ نمبر قول اردو د ۱۹۲(۳) کندک قومندان، د خلګو په چارو کې د قول اردو قومندانی مرستیال، د کندهار ولایت مقام د دفتر رییس، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د کورنۍ پلټنې د ریاست آمر او همداراز په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د ولسمشرۍ مانۍ ۲/۸/۱۳۹۲ نیټې د ۵۴۲۸ ګڼې حکم له مخې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د کورنۍ پلټنې د رییس په توګه وټاکل شو او تر دې مهاله د دغه ریاست د رییس په توګه دې خاورې او خلګو ته په چوپړ بوخت دئ.

 

 

چارت تشکیلاتی

کورنۍ پلټنې ریاست تشکل:
د کورنۍ پلټنې ریاست او سمهال دو آمریته چي یو یې د کورنۍ پلټنې آمریت او بل یې د توحید او تحلیل آمریت او همداراز د پنجم بست یو د اجرایه مدیریت بست لري. د کورنۍ پلټنې امریت د څلورم بست ۳۴ کسه پلټونکي او د توحید او تحیلیل امریت د څلورم بست، څلورو کارپوهان لري.
هغه ادارت چي په سیمه ییزه او مرکزي کچه د تفتیش ریاست اړوند دي، لاندې یې یادونه شوې ده:
۱: د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مرکزي دفتر: ۱ واحد
۲: د ولایتونو مرکزي دفترونه: ۳۴ واحده.
۳: ولایتي شوراګانې: ۳۴ واحده.
۴: د ولایتونو یوشمېر ښاروالیانې: ۳۳ واحده.
۵: ۳۶۴ ولسوالیو کې ( د ولسوالیو مرکزي دفترونه) او ۱۲ غیر رسمی ولسوالیانې.
۶: د ولسوالیو ۱۲۰ ښاروالیانې.
په ټولیزه توګه د دغه ریاست له لوري ۵۹۸ ادارې، بودجوی واحدونو په ګډون ۱۲ غیر رسمی ولسوالیانې تر پلټنې لاندې نیول کیږي چې په اوسمهال کې د ددې کم تشکیل (۳۴ پلټونکو) له لوري د اړوند برخو پلټنه کول ستونزمن کار دی.
په دې تولو سربېره که څه هم کورنۍ پلټې ریاست یو نوی جوړ شوی ریاست دی خو په ورستیو کلونو کې په سیمه ییزو اداراتو کې د اقتصادی او مالی فعالیتونو په ګډون د ښې حکومتولۍ په برخه کې ښه لاسته راوړنې لرلې دي.

د کورنۍ پلټنې ریاست دندې:
– تشکیل د طرحې کتل او د کلنۍ بودجې د پلي کولو د پایلې څرنګوالی.
– په ټاکل شوي وخت د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د مشر په امر، د کلني منظور شوي پلان په اساس، د مرکزي او سیمه ییزو ادارو د مالي فعالیتونو څيړل. تر څيړلو ورسته به یې پایله د ادارې له مقام او اړوندو برخو سره شریکي کیږي.
– د سیمه ییزو ارګانونو پوري اړوندو اداري غونډو، ښوونیځو پانو او د لوحو طرح کولو په کمیسونونو کې ګډون کول.
– د غیر قانوني کړنو د تعقیب او مخنوي په موخه، د سیمه ییزو ارګانونو اداري پورې اړوندو اداراتو کې د غیر قانوني کړونو په اړه د ادارې مشر ته خبر ورکول.
– د مرکز او ولایتو په کچه د سیمه ییزو ارګانونو پورې اړوندو برخو، د حساب ورکونې او حساب اخیستنې د کلني راپور بیا کتنه.
– د هغو پلاني او غیر پلاني دندو په اړه اجراات کولو چې د سیمه ییزو ارګانونو ادارې له لوري اړتیا ته په کتو، کورنۍ پلټنې ریاست ته سپارل کیږي.
– د ځانکړو قضیاوو څیړل چې د لوړو مقاماتو له لوري ورسپارل کیږي.
– مرکز او ولایاتو ته د پلټنې او بیا کتنې د تیمونو ترتیبول.

 

د راپور نچوړ:

په دې برخه کې کوړنۍ پلټنې ریاست د راپور نچوړ لیکل شوی دی.

د کورنۍ پلټنې ریاست کلنی پلان، د پلټنې ادارې سره په همغږي، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مقام له لوري منظور شوی دی، چې  د ۱۳۹۹ مالي کال د لومړۍ ربعې په اساس ۷ ولایتونه څیړل شوي دي، د یاد کال په دویمه ربعه کې، د کرونا ویروس له امله د پلټنې ډله ولایاتو ته نه ده لیږل شوې او همداراز د ۱۳۹۹ مالي کال په دریمه ربع کې ۶ ولایتونو ته مفتشین لیږل شوي چې اوس مهال د مالي او حسابی برخو په څيړلو بوخت دي.

د ۱۳۹۹ مالي کال پلان شوي فعالیتونه:

په دې برخه کې د کورنۍ پلټنې ریاست د ۱۳۹۹ مالي کال پلان شوي فعالیتونه لیکل شوي دي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې، کورنۍ پلټنې ریاست؛ د ۱۳۹۹ مالي کال په لومړۍ ربع کې د ۱۳ ولایتونو مالي او حسابي چارې، د څیړنې په پلان کې شامل کړي دي چې د هغو پلان شویو ولایتونو له ډلې څخه د ۷ ولایتونو د څېړنو پایلې له تحلیل ورسته اړوندو مراجعوته د پلي کولو لپاره لیږل شوي. په ۶ نورو ولایتونو کې عملا مفتشین د بررسۍ په حال کې دي، چې راپورونه به یې ورسته له تحلیل څخه د پلي کولو لپاره اړوندو برخو ته ولیږل شي.

د ۱۳۹۹ مالي کال بشپړ شوي فعالیتونه:

په دې برخه کې د کورنۍ پلټنې ریاست، ټولو بشپړو شويو فعالیتونو یادونه شوې ده.

د ۱۳۹۹ مالي کال په لومړۍ ربع کې؛ هرات، بلخ، جوزجان، غزني، ننګرهار، لغمان او غور ولایتونه.

د ۱۳۹۹ مالي کال په دویمه ربع کې؛ د کرونا ویروس خپرېدا له امله مفتشین ولایتونو ته نه دي لیږل شوي.

د ۱۳۹۹ مالي کال په درېیمه ربع کې؛ ارزګان، کابل، کونړ، نیمروز، سرپل او پنجشیر ولایتونو ته پلټونکي لیږل شوي چې لاتر اوسه بېرته نه دي راغلي.

 

د بشپړ شویو فعالیتونو پایلې:

 

د ۱۳۹۹ مالي کال په لومړۍ ربع کې:

۱٫    د ۱۳۹۹مالي کال په لومړۍ ربع کې، د تیرو کلونو (۵۶۳۳۰۳۳۴۶) افغانیو باقیاتو لارښوونه شوې ده.

۲٫    د مالي کال په لومړۍ ربع کې، د کارکوونکو له اضافه حوالې څخه بیرته ترلاسه شوي (۳۴۷۲۱۳۸) افغانیو لاښوونه شوې ده.

۳٫    د ۱۳۹۹ مالي کال په لومړۍ ربع کې، له تړونونو او دولتي اداراتو څخه د (۴۲۸۵۶۲۲۶۶)افغانیو لارښوونه شوې ده.

۴٫    د ۱۳۹۹ مالي کال په لومړۍ ربع کې، د مالیې د کمښت له امله (۲۳۶۷۴۲۷) افغانیو لارښوونه شوې ده.

۵٫    د ۱۳۹۹ مالي کال په لومړۍ ربع کې، له کارکوونکو څخه د (۳۴۴۱۵) لیتره تیلو بیرته ترلاسه کولو لارښوونه شوې ده.

۶٫    د ۱۳۹۹ مالي کال په لومړۍ ربع کې، له معتمدینو څخه د ۳۰ قلمه قیدشویو او ۲۴ قلمه باقي ترلاسه شویو اجناسو لارښوونه شوې ده.

۷٫    د ۱۳۹۹ مالي کال په لومړۍ ربع کې، په دنده کې د ناغیړۍ له امله ۱ نفر کارکوونکي ته توصیه ورکول شوې ده.

 

 

روان فعالیتونه:

په دې برخه کې دهغو فعالیتونو څخه یادونه شوې چې په ۱۳۹۹ مالي کال کې پلان شوي او اوسمهال د پلي کیدو په حال کې دي.

شماره فعالیتونه د پرمختګ تحلیل د پرمختګ سلنه
۱ په سرپل ولایت کې د اداري، حسابي او مالي چارو څېړل. د پلان سره سم د ګروپونه لیږل شوي او عملا په څيړنو بوخت دي. ۵۰%
۲ د نیمروز ولایت اداري، حسابي او مالي چارو څېړل. //                   //                  // //
۳ د کونړ ولایت اداري، حسابي او مالي چارو څېړل. //                   //                  // //
۴ د کابل ولایت اداري، حسابي او مالي چارو څېړل. //                   //                  // //
۵ د ارزګان ولایت اداري، حسابي او مالي چارو څېړل. //                    //                 // //
۶ د پنجشیر ولایت اداري، حسابي او مالي چارو څېړل. //                     //                  // //