لوی رییس

د سيمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د عمومي رئیس ښاغلي شمیم خان کټوازي لنډه پېژندنه

ښاغلی شمیم خان کټوازی د ځوانو سیاستوالو له جملې څخه یو دی چې د خپل فعالیت او رهبرۍ له درکه یې په سیاسي او ټولنیزه صحنه کې په پرله‌پسې ډول مثبت اغېز ښېندلی. نوموړی د ۱۹۸۰م. کال د جولای په ۷ مه نېټه د پکتیکا ولایت په زرغون‌ښار ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. ښاغلي کټوازي د کابل پوهنتون د پښتو ادبیاتو په څانګه کې د ماسټرۍ تر کچې زده‌کړې کړې دي او په ۲۰۱۷م. کال کې یې د مدیریت او رهبرۍ په برخه کې د ماسټرۍ دویم سند هم ترلاسه کړی. نوموړي د زده‌کړیالۍ په مهال په ټولنیزو او فرهنګي فعالیتونو کې فعاله ونډه درلوده او تر څنګ یې د بېلابېلو اداري، ټاکنیزو، رسنیزو او سوداګریزو ادارو مشري هم کړې ده.

د ۲۰۱۵م. کال په جولای کې ښاغلی کټوازی د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د جمهور رئیس له‌خوا د ځوانانو په چارو کې د ولسمشر سلاکار په توګه وګمارل شو. نوموړي د خپلې یادې دندې په مهال د ځوانانو انسجام، کارموندنې او ستونزو ته د رسېدو په برخو کې د جمهوري ریاست له عالي مقام سره له نږدې کار وکړ او ګڼ شمېر طرحې یې د عالي مقام له منظورۍ وروسته د عملي کېدو په مهال د ټولنې د مختلفو قشرونو، په ځانګړې توګه د ځوانانو له تود هرکلي سره مخ شوې. شمیم خان کټوازی په افغانستان کې د ځوانانو پارلمان د بنسټګرو له جملې څخه دی، چې له همدې لارې یې هڅه وکړه چې د هېواد په ټولو ولایتونو، په ځانګړي ډول لرې پرتو سيمو کې ځوان سیاسي رهبران را پورته او وروزي. د ښاغلي کټوازي اغېزمنتیا او لاسته راوړنو ته په کتو سره ولسمشر محمد اشرف غني د ۲۰۱۷م. کال د جون په ۲۶مه نېټه نوموړی د پکتیا والي په توګه پر دنده وګماره.
ښاغلی کټوازی د پکتیا ولايت مقام په موقف کې د سيمه‌ییزې حکومتولۍ په چوکاټ کې د یوه ځوان سیاسي شخصیت په توګه ښه وځلېد. په همدې اساس جمهور رئیس محمد اشرف غني نوموړی د ۲۰۲۰.م کال د جون په ۱۷مه نېټه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د سيمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د عمومي رئیس په توګه وګماره. د دې ادارې د مشر په توګه نوموړی د کابینې او ملي امنیت شورا غړیتوب لري او د دولت او حکومت له رهبرۍ سره په ټولو اړونده او مهمو مسایلو کې مرسته او کار کوي.
شمیم خان کټوازي بېلابېلو هېوادونو ته په رسمي کنفرانسونو او غونډو کې د ګډون په موخه سفرونه کړي دي. نوموړی د یو ځوان رهبر په حيث د افغانستان په سیاست، مدني ټولنه او قومي جوړښتونو کې له پراخ نفوذ څخه برخمن دی. ښاغلی کټوازی په افغانستان کې دننه او بهر د سولې او ولسواکۍ په ټينګښت، د بشري حقونو په تامين، د ښځو په پیاوړتیا او ښې حکومتولۍ باور لري او د همدغو ارزښتونو لپاره مبارزه کوي.

پای