د سیمه ییزه شوراگانو د چارو د همغږی لوی ریاست

د سیمه ییزو شوراګانو د چارو د انسجام عمومي رییس سعید احمد خاموش ژوند لیک


سعید احمد خاموش د حاجي شیراحمد زوی په ۱۳۵۱ کال د پنجشېر ولایت کې زېږېدلی دی.
نوموړي له دولسم ټولګي تر فارغېدو وروسته، د پاکستان ـ اسلام آباد د اسلامي نړیوال پوهنتون د حقوقو او شرعیاتو څانګه کې د لیسانس ترکچې لوړې زده کړې کړي دي.
سعید احمد خاموش له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا له ګڼ شمېر ملي او نړیوالو بنسټونو لکه: له ۲۰۱۱ میلادي کال څخه تر اوسه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د سیمه ییزو شوراګانو د چارو د انسجام د رییس، د ۲۰۱۱ د جون له مېاشتې څخه د ۲۰۱۱ کال دسمبر پورې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لومړي مرستیال د نړیوالو اړیکو د سلاکار، د ۲۰۰۸ د جنوري له مېاشتې څخه د ۲۰۱۰ کال د جون مېاشت پورې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د استازي د دفتر د حقوقي سلاکار، د ۲۰۰۶ کال د آګست له مېاشتې څخه د ۲۰۰۸ کال د جنوري مېاشت پورې د متحده ایالتونو د برمختیایي سازمان د پارلمان د پیاوړتیا پروګرام د تقنیني چارو د کارپوه، د ۲۰۰۶ کال د فبروري مېاشتې څخه د ۲۰۰۶ کال د آګست مېاشت پورې د حقوقو د پرمختیا د نړیوالې موسسې د حقوقي څېړنو د سکرتر او د ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۰۴ کال پورې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لنډمهاله او انتقالي حکومت د ملي دفاع او د حکومت د لومړي مرستیال د سکرتر په توګه یې دندې ترسره کړي دي.
سعید احمد خاموش له ملي ژبو سره د بلدتیا سربېره، په عربي، اردو او انګلیسي ژبو هم خبرې کولای شي.

 

 

سیمه ییزو شوراګانو د چارو انسجام عمومي ریاست

 

د ۱۳۹۹ مالي کال لاسته راوړنې

 

د تقنیني اسنادو را ټولول:

  • ولایتي شوراګانو د طرزالعمل را ټولول:

د ولایتي شورا طرزالعمل مسوده، د سیمه ییزو شوراګانو چارو د تنظیم قانون درې پنځوسمې مادې پر بنسټ، د ولایتي شوراګانو پورې اړوندو چارو تنظیم او توضیح، د ولایتي شوراګانو غړو د دندو او صلاحیتونو توضیح، د ولایتي شوراګانو اړیکې له نورو دولتي ادارو او سیمه ییزو شوراګانو سره او همداراز د ولایتي شوراګانو پورې اړوند چارو د ښه ترسره کیدو لپاره، د سمه ییزو شوراګانو په تنظیم قانون کې ځای پر ځای شوي دي.

 

  • د ولسوالۍ شوراګانو د طرزالعمل جوړول:

د ولسوالۍ شوراګانو طرزالعمل مسوده، د سیمه ییزو شوراګانو چارو د تنظیم قانون درې پنځوسمې مادې پر بنسټ، د ولسوالۍ شوراګانو پورې اړوندو چارو تنظیم او توضیع، د ولسوالۍ شوراګانو غړو د دندو او صلاحیتونو توضیح، د ولسوالۍ شوراګانو اړیکې له نورو دولتي ادارو او سیمه ییزو شوراګانو سره او همداراز د ولایتي شواګانو پورې اړوند د چارو د ښه ترسره کیدو لپاره، د سمه ییزو شوراګانو تنظیم قانون کې ځای پر ځای شوي دي.

 

  • د کلیو شوراګانو د طرزالعمل جوړول:

د کلیو شورا طرزالعمل مسوده، د سیمه ییزو شوراګانو چارو د تنظیم قانون درې پنځوسمې مادې پر بنسټ، د کلیو شوراګانو پورې اړوندو چارو تنظیم او توضیع، د کلیو شوراګانو غړو د دندو او صلاحیتونو توضیح، د کلیو شوراګانو اړیکې له نورو دولتي ادارو او سیمه ییزو شوراګانو سره او د کلیو په کچه د کلیو شوراګانو پورې اړوند د چارو د ښه ترسره کیدو او د خلګو مرستې راجلبول د سیمه ییزې حکومتولۍ د پیاوړتیا لپاره، چې د سیمه ییزو شوراګانو په تنظیم قانون کې ځای پر ځای شوي دي.

 

د یادونې وړده چې د سیمه ییزو شوراګانو طرزالعملونو مسوده ( ولایتي، ولسوالیو او کلیو شوراګانو) بشپره شوې؛ له مشورې او نهایي کیدو ورسته به ادارې غونډې ته د تاییدي لپاره وړاندې شي، چې د سیمه ییزو ارګانونو ادارې له منظورۍ څخه ورسته به له ولایتي شوراګانو سره شریکې شي.

  • ولسوالۍ او ولایتي شوراګانو څارنې د طرز مقرره:

د ولسوالۍ او ولایتي شوراګانو څارنې د طرز مقررې مسوده، د سیمه ییزو شوراګانو چارو د تنظیم قانون سره سم، د ولایتي شوراګانو څارنیز صلاحیت پورې اړوند چارو د تنظیم، د ولایتي شورا او ولایت په کچه د دولتي ادارو ترمنځ همغږي رامنځته کول، او همداراز د ولایت په کچه دولتي ادارو د خدماتو د ولاندې کولو شفافیت رامنځته کولو په موخه جوړه شوې ده.

د یادونې ده چې د ولسوالۍ او ولایتي شوراګانو څارنې طرز مسوده؛ ولایتي شوراګانو سره تر مشورې وروسته د قانوني مراحلو د ترسره کیدو او تصویب لپاره، د افغاستان اسلامي جمهوري دولت کابینه ته وړاندې کیږي چې له هغې ورسته به د عدلې وزارت سره شریکه شي.

 

 

  • د ولایتی شوراګانو اداري هیئت د ټاکنو ترسره کیدو طرزالعمل بیا کتنه:

سیمه ییزو شوراګانو چارو انسجام عمومي ریاست، د ولایتي شوراګانو اداري هیئت ټاکنو ترسره کیدو طرزالعمل؛ د ولایتي شورا قانون د ۶، ۷، او ۹ مادې د حکم سره سم، د ولایتي شوراګانو د اداري هیئت ټاکنو ترسره کیدو د تنظیم لپاره وضع کړي وو، خو د سیمه ییزو شوراګانو چارو د تنظیم قانون په تشویح سره دا طرزالعمل ته بیاکتنه شوې.

  • د ښاریانو د غونډو مقررې مسودې راټول:

د پرېکړې په پروسه کې د ښاریانو د منظم ګډون، د سیمه ییزې حکومتولۍ په چارو کې، ښاریانو ته د سیمه ییزو اداراتو د مسوولینو حساب ورکونه او راپور او همداراز چوپړونو د وړاندې کولو پر کمیت او کیفت مثبت اثر کولو په پار د سیمه ییزو شوراګانو انسجام عمومي ریاست، دا مقرره د یو میکانیزم ( د اجرااتو هوکړه لیک) چې د سیمه ییزو ادارو د حساب ورکونې موکه برابروي؛ جوړه کړې ده.

  • سیمه ییزې حکومتولۍ د مشورتي بورد طرحې تسوید:

د سیمه ییزې حکومتولۍ د مشورتي بورد، طرحې مسوده، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ۱۷ ګنې مصوبه په اساس، د ښې حکومتولۍ د وړاندې کولو په برخه کې د تېرو والیانو له تخصص او تجروبو څخه په ګټې اخیستنې په پار؛ چې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په چوکات کې، د مدیره هیئت او کاري کمیټو په درلود سره ( رئیس، مرستیال، منشي) فعالیت کوي؛ جوړه شوې ده.

ولایتي شوراګانو د وړتیا لوړول:

د سیمه ییزو شوراګانو چارو د تنظیم قانون، چې د افغانستان اساسي قانون د ۱۶ او ۶۴ مادې د حکم او ۷۹ مادې په نظر کې نیولو سره، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت کابینې؛ ۱۴/۱۲/۱۳۹۷ نیټې د ۲۱ ګڼې مصوبې له مخې توشیح کړی دی.

سیمه ییزو شوراګانو چارو انسجام عمومي ریاست، د ۱۳۹۸ مالي کال په لړ کې، (بدخشان، سمنگان، بادغیس، فراه، غور، بامیان، کابل، کاپیسا، پنجشیر، پروان، دایکندی، سرپل، خوست، پکتیا، پکتیکا، غزنی، میدان وردک، لوگر، بلخ، بغلان، فاریاب، تخار،کندز و ارزگان ) ولایتونو او همداراز په ۱۳۹۹ مالي کال کې یې (هلمند، کندهار، ارزگان، نیمروز، زابل، کنرها، ننگرهار و لغمان) ولایتونو کې، د ولایتي ادارو، مدني بنسټونو او ولایتي شورا غړو په شتون کې، مدني بنسټونو او ولایتي شوراګانو ته د عدالت ښوودنې لارښوود، شکایتونو ته د رسېدنې طرزالعمل او د سیمه ییزو شوراګانو چارو د تنظیم قانون پيژندې غونډې ترسره کړي دي.

 

د ملي روغې جوړې عالي شورا ته د اوو تنو ټاکلو په پار د ټاکنو ترسره کول:

د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست لوړ مقام د لار ښوونې په اساس، د روغې جوړې عالي شورا ته له ولایتي شوراګانو له وکیلانو څخه د اوو کسو د ټاکلو په موخه، سیمه ییزو شوراګانو چارو انسجام عمومي ریاست، د ۳۴ ولایتي شوراګانو څخه چې له هرې شورا څخه د یو استازې په تاکلو کې لازمه همغږي ترسره کړې ده.

ولایتي شورا په اړوندو ولایتونو کې د کورنیو ټاکنو ترسره کولو وروسته، مرکز ته د یو استازي د پېژندلو په موخه، د لویې جرګې خیمې تالار کې ۱۳۹۹ کال د زمري میاشتې په ۱۹ نیټه، ملي روغې جوړې عالي شورا ته د ۷ تنو انتخابولو په موخه زون واره ټاکنې ترسره کړې، چې د سیمه ییزو شوراګانو چارو د انسجام عمومي ریاست د ۲۵/۵/۱۳۹۹ نیټې ۷۶ ګڼې مکتوب په واسطه ملي روغې جوړې عالي شورا ته ولیږل شول.

 

د ولایتي شوراګانو اداري تشکیل بیا کتنه:

سیمه ییزو شوراګانو چارو انسجام عمومي ریاست د یادې شورا قانون د څلورمې مادې په اساس د بشري سرچینو عمومي ریاست سره په همغږي، د ولایتي شوراګانو اداري تشکیل د بیاکتنې په موخه، د ولایتي شوراګانو د چارو انسجام د آمریتونو تعدیل د ولایتي شوراګانو اجرایوي آمریتونو ته او همداراز د دې آمریت د دندو او تشکیل لوایح یې نهایي کړي، چې د مالي او اداري معینیت له لوري د تایید لپاره، اداري اصلاحاتو کمیسیون ته ليږل شوي.

۷ ولایتي شوراګانو ته د انترنیټ تدارک:

له مرکزي ادارو، مدني ټولنو له بنسټونو او سیمه ییزو اداراتو سره د ولایتي شوراګانو د غوره اړیکو او ښې همغږي په موخه، د ۱۳۹۹ مالي کال په لړ کې د سیمه ییزو شوراګانو چارو انسجام عمومي ریاست، د ۷ ولایتي شوراګانو( بادغیس، ارزګان، بامیان، نورستان، نیمروز، دایکندي او فراه ولایتونو) د دفترونو انترنيټ فعاله کړی او د ۱۳۹۹ کال د تلې او لړم په میاشتو کې به د خوست او سرپل ولایتي شوراګانو انترنیټ هم فعاله شي.

د پنځو ولایتي شوراګانو د اداري ودانۍ پرانیستل:

د ولایتي شوراګانو اړتیاوې په پام کې نیولو سره، ولسمشر په ۱۳۹۶ او ۱۳۹۷ کې د ځمکو او ښارجوړونې وزارت ته لارښوونه کړې وه چې د لسو ولایتي شوراګانو ودانۍ جوړې کړي. چې د لوګر، فراه، نورستان، لغمان او سرپل ولایتونو د ولایتي شوراګانو ودانۍ رغول شوي او په ۱۳۹۹ مالي کال کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د ولايتي شورا د وکيلاتو د معلوماتو ډيټابېس:

ولایتي شوراګانو وکیلان انتخابي دي، د ملکي خدماتو کارکوونکو په څېر سوانح نه لري، په همدې پار د سیمه ییزو شوراګانو چارو د انسجام ریاست وپتیله چې د UNDP موسسې په مرسته د ولایتي شوراګانو وکیلانو لپاره یو ډېټابس جوړ کړي.

یاد ډېټابیس په ۱۳۹۹ مالي کال کې د UNDP موسسې له لوري بشپړ او یاد ریاست ته په واک کې ورکړل شو، چې د وکیلانو مختصر معلومات په کې درج شوي دي.