اشتغالزایی- کارموندنه

د اشتغالزایي – کارموندنې پروګرام په اړه معلومات

ګڼه اشتغالزایی- کارموندنه
1.   په اړه

 

د اشتغالزایي – کارموندنې پروګرام د افغانستان د دولت یو پروژه ده چې د نړیوال بانک له لورې یې ملاتړ کېږي. په دې پروګرام کې یو شمېر وزارتونه هم ښکېل دي ترڅو د راستنېدونکو او کوربه ټولینو اوږدمهاله مېشتېدنې او اقتصادي پراختیا اړتیاوو ته ځواب ووایي.

د کار موندنې پروګرام موخه دا ده چې د بې ځایه کېدنې له امله لوی رامنځته شوی فشار راکم کړي، او ورسره خواکې  په ښاري سیمو کې د اقتصادي پراختیا فرصتونه هم پیاوړي کړي.  نو د کارموندنې پروګرام په نړیواله توګه له اوږدمهاله پرمختیایي لیدلوري سره د لنډمهاله بشري کړنلارو ادغام کې  رغنده سمون لري. په دې پروژه کې پر ۱۳ ښارونو چې د کورنیو بېځایه شوو او راستنېدونکو کچه یې لوړه ده پام ورټول دی. په دې پروژې کې د بازار د ملاتړ کوونکو زېربناوو په رامنځته کولو، د مرستندوی چاپیریال پر رامنځته کولو چې لنډمهاله او منځمهاله اقتصادي فرصتونه رامنځته کوي او له کوربه ټولنو سره د راستنیدونکو او کورنیو بېځایه شوو د ادغام په وړاندې د شته ستونزو په له منځه وړلو کلک ټینګار شوی دی. دا تابیاوې به په اوږدمهال کې د ځایي ادارو د جوړولو،  ټول شموله ودې او ټولنیز یووالي ملاتړ وکړي.

دا پروژه د څو ادارو د تطبیق د کړنلارو په واسطه، د لنډ مهاله او منځمهاله اقداماتو له لارې چې د پروګرام تر پوښښ لاندې ښارونو کې د افغانو راستنیدونکو لپاره د اقتصادي فرصتونو د زیاتوالي لپاره ورته اړتیا ده په ښارونو کې د افغانو راستنیدونکو د ادغام ملاتړ کوي. د نورو اقداماتو ترڅنګ په دې اقداماتو کې راتلونکي موارد شامل دي: (الف) په پاکستان کې میشتو افغانو مهاجرو ته د مدني اسنادو برابرول او معلوماتو اړوند خدمتونه وړاندې کول ؛ (ب)  د عامه پروژو د تطبیق له لارې د لاډېرو کاري فرصتونو رامنځته کول ؛ (ج) د تقنینی او اداري خنډونو له منځه وړل (لکه د ساختماني جوازونو د اخیستو لپاره اوږدې پروسې)، (d)  د ښاروالۍ او ګذر په کچه د بازار زیربناوې جوړول  او وده ورکول.

تمه ده چې په ګډه به دا اقدامات د موخې وړ ښارونو کې د اقتصادي فرصتونو زمینه مساعده کړي په ځانګړې توګه په هغو ښارونو کې چې د بې ځایه شوو خلکو کچه یې لوړه وي چې دا چاره به د سوداګریزو ګذرونو او د ګذر په کچه پر بازار مبتني زیربناوو د رامنځته کولو، د سملاسي لنډمهاله کاري فرصتونو د رامنځته کولو او اقتصادي فرصتونو د ودې او پراختیا له لارې نویو سوداګریزو چارو ته لاره هواره کړي.

د کار موندنې  پروژه به په پاکستان کې میشتو افغانو کډوالو او د افغانستان په لاندې ۱۳ ښارونو کې ښاریانو ته رسیدګي وکړي: کابل ، جلال آباد (ننګرهار) ، د کندهار ښار (د کندهار ولایت) ، د هرات ښار (د هرات ولایت) ، پلخمري (بغلان) ، ميمنه (فارياب) ، فيروزکوه / چغچران (غور) ، د خوست متون (د خوست ولايت) ، اسعداباد (کونړ) ، کندوز ښار (کندوز ولايت) ، مهترلام (لغمان) ، پارون (نورستان) او تالقان (تخار).  اشتغالزایي- کارموندنه د بې ځایه کېدنې بحران د هواري په موخه رامنځته شوې او د څو پلي کوونکو ادارو (IA’s) لکه د مالیې وزارت(MoF)  ، د بهرنیو چارو وزارت (MoFA)، د اقتصاد وزارت (MoEc)، د ګډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت (MoRR)، د کابل ښاروالۍ (KM) او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې (IDLG) له لورې به پلې کېږي او له دې سره به د وزارتونو ترمنځ په همغږۍ او همکارۍ کې ښه والی راشي ترڅو د کورنیو بېځایو شوو او بېرته راستنېدونکو ستونزو ته په اغېزمنه توګه رسېدنه وشي.

 

2.   د حکومت او نړیوال بانک ستراتیژيک اسناد د اشتغالزایي – کارموندنې پروګرام چې د لاندې دریو برخو درلودونکی دی د افغانستان د ملي پرمختیا پروګرام د پرمختیایي پلان جوړونې د جوړښت (ساختار) تر چتر لاندې له N-UPP سره مطابقت لري: (۱) د ښاري حکومتولۍ د بنسټونو پیاوړي کول (۲)  د کافي استوګنځایونو او لومړنیو خدمتونو تامینول او (۳) له ښاري اقتصاد او زېربناوو څخه ګټه پورته کول.

دا پروګرام په افغانستان کې د نړیوال بانک  له پروګرام سره چې درې برخې لري هم مطابقت لري،  (۱) د پیاوړو او حساب ورکوونکو ادارې رامنځته کول؛ (۲) د هر اړخیزې ودې ملاتړ کول؛ او (۳)  په پرمختګ کې د ټولنیز ګډون پراخول او پیاوړي کول. په دې پروژه کې ډېری ټینګار په راتلونکو مواردو شوی دی: (الف) د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د وړتیاوو پیاوړي کول چې له افغانو کډوالو سره د بیرته راستنیدو پرمهال مرسته وکړي، (ب) په ملي او د ښاروالۍ په کچه د اقتصادي فرصتونو لپاره د اغېزمن اداري او نظارتي چاپیریال رامنځته کول؛ او  (ج) د ښار او ټولنې په کچه د داسې تګلارې غوره کول چې زیان منونکي، بې ځایه شوي او کوربه ټولنې ورڅخه په لنډمهاله او منځمهاله توګه اقتصادي ګټې او فرصتونه ترلاسه کړي.

3.   د پروژې پرمختیایي موخې پرمختیایي موخې : د اشتغالزایي – کارموندنې پرمختیایي موخه (PDO) په هغو ښارونو کې چې د بېرته راستنېدونکو شمېر یې لوړ دی د اقتصادي فرصتونو لپاره د لارې هوارول دي. په دې پسې به مدني اسنادو ته  د بیرته راستنېدونکو لاسرسی زیات شي، هغوی ته به لنډمهاله کارموندنې فرصتونه برابر شي، د کار بازار د پیاوړتیا په موخه به زېر بناوې پیاوړې شي او د پانګونې د هڅونې په موخه به د قوانینو او مقرراتو له اصلاحاتو ملاتړ وشي.  دا پروګرام غواړي چې د اقتصادي فرصتونو د رامنځته کولو او د لنډمهاله کار موندنې او تقنینی اسنادو او د ښاري زیربناوو د ښه کولو له لارې چې د ښار د اقتصادي پرمختیا لامل ګرځي  په ښاري سیمو کې د بې ځایه شوو خلکو ستونزې هوارې کړي.

 

دا پروګرام د مقرراتو د اصلاح او تعدیل او د اقتصادي زیربناوو د فرعي پروژو د پلي کولو له لارې د ښاري پراختیا لپاره پر اقتصادي اصلاح شوو فرصتونو تمرکز کوي.

 

4.    د پروژې لومړنۍ او وروستۍ پایلې ×له پاکستان څخه د افغانو بېرته راستنېدونکو لپاره د بېرته راستنېنې بهیر اصلاح کول؛

§         ۲ میلونه پاسپورټونه ویشل؛

§         د بېرته راستنېدو له بهیر څخه افغانان خبرول

× په ملي او د ښاروالۍ په کچه د اقتصادي فرصتونو لپاره د یوه اغېزمن اداري او نظارتي چاپیریال رامنځته کول

§         د X شمیر سوداګرۍ محوره ښاري مقرراتو د اصلاحاتو پلي کول.

§         د Y شمیر کوچنۍ زيربناوې بیارغول شوې، ساتل (حفظ او مراقبت) شوي او یا جوړې شوې.

× د هغو ښارونو د اقتصادي زېربناوو ښه کول چې ډېر بېځایه شوي خلک په کې میشت دي.

§         ۱۱۱۰ شمیر د اقتصاد ملاتړ کوونکي زېربناوې

×د ډېرو زیان منونکو بېرته راستنېدونکو لپاره لنډمهاله اصلاح شوي کاري فرصتونه

§         ۸۰۰۰۰ زیان منونکي کورنۍ  د کارموندنې فرصتونه ترلاسه کوي.

 

5.   ګټه اخیستونکي د موخې وړ ګټه اخیستونکي: بېرته راستنېدونکي، کورني بې ځایه شوي خلک او د کوربه ټولنې زیان منونکي غړي.

د پروګرام تر پوښښ لاندې سیمه سوداګر

 

6.   کاري ساحې برخې: هره برخه د لګښت له مخې پر دریو ډولونو (کټګوریو) وېشل شوې ده:

۱٫       د حفظ او مراقبت او رغونې پرمختیایي پیسې (MCCG) چې ۱۳.۳ ملیونه امریکایي ډالر دي، او درې برخې لري؛

د حفظ او مراقبت او رغونې پرمختیایي پیسو کې باید د ټولنې پرمختیایي شوراګانې جوړې،  پرمختیایي پلان چمتو او پروژې طرحه شۍ. د حفظ او مراقبت او رغونې پیسو لپاره لیست د حفظ او مراقبت او رغونې پیسو فرعي برخې لیست  په لاندې ډول ده:

·         د سړکونو او کانالونو ترمیم / نوي کول / بیارغونه

·         د څاګانو جوړول / غزول

·         د اوبو رسونې شبکې او د بریښنا شبکې غزول

·         د عامه تشنابونو / عامه کلینیکونو لپاره تشنابونه ، اضافي ټولګي یا دیوالونه جوړول

·         د عمده سړکونو څخه د درنې واورې پاکول چې سیمه د ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي.

·         د بلې فرعي پروژې د حفظ او مراقبت او رغونې پرمختیایي پیسو د کار کوونکو په ځانګړې توګه ښځینه کارکوونکو ته د خوړو چمتو کول.

 

۲٫       د ګذر شورا او ګذر سوداګریزې شورا لپاره  ۶۱.۴ ملیونه امریکایي ډالر ځانګړي کول، په دې برخه کې د ولسي تړون ملي پروګرام د کړنلارې له مخې د ګذر شوراګانې جوړې او دا شوراګانې به خپل پرمختیایي پلانونه جوړ کړي او داسې پروژې به په ګوته کړي چې سوداګرۍ ته وده ورکړي.  سوداګریز ګذرونه  به په ۱۲ ښارونو کې  د اقتصادي ارزونې د پایلو پر بنسټ رامینځته شي. د ګذر سوداګریزې شورا همدا راز هغه پروژې په ګوته کوي چې سوداګرۍ ته وده ورکوي.

۳٫       د مقرراتو اصلاح کول: د لوړو ودانیو د جوړولو د جواز په برخه کې به د څلورو ښاروالیو په مقرراتو کې اصلاحات راشي او مالي بسپنه به پر هغو فرعي پروژو ولګول شي چې د ښاري پانګونې پروژې (CIP) له لورې د کندهار، هرات، جلال آباد او خوست ولایتونو په ښاري سیمو کې په ګوته شوي دي.

7.   د تمرکز ساحه د تمرکز ساحه: د بې ځایه کېدنې د ستونزو او ننګونو له منځه وړل، اصلاح شوې اقتصادي فرصتونه، ښاري زېربناوې جوړول، اقتصادي او کاري فرصتونه.

دا پروژه به د کاري فرصتونو/دندو په رامنځته کولو او د اقتصادي ودې او پرمختیا لپاره د سوداګرۍ د ودې د ملاتړ کوونکي چاپیریال رامنځته کولو له لارې د ښاري سیمو د بې ځایه کېدنې اړوندې ستونزې هوارې کړي.

8.   د پلي کولو تګلاره د اشتغالزایي – کارموندنې پروژه د ټولنې په مشرۍ د پرمختیا له واحدې تګلارې ګټه پورته کوي او له یوه واحد مالي مدیریت، د چاپیریال ټولنیز خوندیتوب او د بیامېشتېدنې پالیسۍ لارښود د کارولو هوډ لري.
9.   د پروژې کاري برخې لیست د فرعي برخو د حفظ او مراقبت او رغونې پرمختیایي پیسو مجاز لیست په لاندې ډول ده:

·         د سړکونو او کانالونو ترمیم / نوي کول / بیارغونه

·         د څاګانو جوړول / غزول

·         د اوبو رسونې شبکې او د بریښنا شبکې غزول

·         د عامه تشنابونو / عامه کلینیکونو لپاره تشنابونه ، اضافي ټولګي یا دیوالونه جوړول

·         د عمده سړکونو څخه د درنې واورې پاکول چې سیمه د ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي.

·         د بلې فرعي پروژې د حفظ او مراقبت او رغونې پرمختیایي پیسو د کار کوونکو په ځانګړې توګه ښځینه کارکوونکو ته د خوړو چمتو کول.

·         لاندې موارد د دغې فرعي برخې تر چتر لاندې د ګذر په کچه پروژو لپاره “د مثبتې لیست” په توګه په پام کې نېول کېږي:

·         د اوسنيو / نوو هغو زیربنایی تاسیساتو جوړول / بیا رغونه / غزول چې د اقتصادي فرصتونو ، د کار د بازار، او هټیو (پلورنځیو) .. او داسې نورو ملاتړ کوي.

·         بازار ته د لاسرسي او اړیکو په موخه د زېربناوو رغول/ښه والی او اصلاح په کې راوستل.

·         د داسې مرکزونو جوړول چې په اقتصادي / سوداګریزو فعالیتونو کې د میرمنو ګډون ته وده ورکړي.

·         د سړو خونو او ګدام د آسانتیاوو او مېرمنو ته د پارکینګ او پېر (خریدارۍ) د سیمې د جوړېډو په ګډون د مارکیټونو لپاره د تشنابونو او زېرمتونونو جوړول/بیارغول

·         د سوداګرو د مالیې / ثبت دفترونو دباندې د انتظار خونو / تشنابونو جوړول

·         په مارکېټونو / سوداګریزو مرکزونو  کې د معلوماتو او اړیکو سېستم (ICT ) زیربناوو لګول او تنظیمول

·         د بریښنا د مزو جوړول / غزول / د لمریزې برېښنا د تختو (پنلونو) لګول/ د برېښنا لپاره د اوبو د برېښنا کوچنۍ دستګاوې (یوازې د ولایت د برېښناشرکت/د اوبو او برېښنا وزارت په منظورۍ او له هغوی سره په نېږدې همغږۍ کې)

 

10.  ټولټال بودجه د پنځو کلونو لپاره د پروګرام ټولټال بودجه ۱۲۰.۵ ملیونه امریکایي ډالره ده
11.  د پیل نېټه او موده د ۲۰۱۸ کال د ډېسمبر له میاشتې د ۲۰۲۳ کال د ډېسمبر تر میاشتې
12.                       د پوښښ سیمې دا پروګرام به د دغو ۱۲ ولایتونو په مرکزونو کې فعالیت کوي: جلال آباد (ننګرهار)، کندهار ښار (کندهار ولایت)، هرات ښار (هرات ولایت)، پلخمري (بغلان)، میمنه (فاریاب)، فیروزکوه/چغچران (غور)، خوست متون (خوست ولایت)، اسعد آباد (کنړ ولایت)، کندز ښار (کندز ولایت)، مهترلام (لغمان)، پارون (نورستان)، او تالقان (تخار).