د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د نشراتو د ريیسې؛ اغلې نرګس مومند حسنزۍ لنډه پيژندنه

آغلې نرګس مومند د لوګر په یوې روڼ اندې کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي.
اغلې نرګس په ۱۳۸۶لمریز کال له رابعه بلخي لیسې او په ۱۳۹۰ لمریز کال د کابل پوهنتون له ژبو او ادبیاتو پوهنځي څخه فارغه شوه.
د زده کړې تنده یې سړه نه شوه او په ۱۳۹۵ لمریز کال یې له همدې پوهنتون څخه په ادبیاتو کې ماستري واخیسته او اوسمهال د کابل په یو معتبر خصوصي پوهنتون، په عامه اداره کې ( اداره او منجمنټ) دویمه ماسټري کوي.
نوموړې د خارجه وزارت د سياسي علومو او ډيپلوماسۍ صنف هم لوستی دی.
اغلې حسنزۍ په باختر، رڼا خصوصي پوهنتونو او په افغان تکنالوژۍ انستیتوت کې د تدریس مقدسه دنده ترسره کړې او اوس مهال د شهید رباني د ښوونې او روزنې پوهنځي کادري غړې او د پوهنیارۍ پر علمي رتبه برحاله استاده ده.
نرګس مومند حسنزۍ د استادۍ سپڅلې دندې ترڅنګ لیکوالي هم کړې او وخت په وخت يې بېلا بېلو ورځپاڼو او ویبسايټونو کې په ګڼ شمېر لیکنې او مقالې هم خپرې شوي دي.
نوموړې د جي.ايي.زیډ نړیوالې موسسې سره د نصاب د تدوین په برخه کې او د اکسور ادارې سره د میډیا په برخه کې هم دندې پر مخ وړي دي.
اغلې نرګس مومند حسنزۍ د مدني فعالیتونو سربېره د ښځو د حق غوښتنې شبکې فعاله غړې ده او د کلونو کلونو راهیسې یې د ښځو د حقونو په اړه هم په لیکلي بڼه او هم یې وخت په وخت د هېواد بېلا بېلو رسنیو سره په دې برخه کې مرکې کړي دي. د ښځو د حق غوښتنې په برخه کې یې تل رغنده او رسا غږ پورته کړی او لا هم خپله مبارزه او فعالیتونه ترسره کوي.
نرګس مومند حسنزۍ د ماشوم ادبیاتو انجمن سره د منشي په حیث هم دنده ترسره کړې ده.
اغلې نرګس مومند حسنزۍ د نږدې سل کلونو را وروسته لومړنۍ هغه میرمن ده چې د ۱۳۹۸ لمریز کال لومړيو کې په کابل ښاروالۍ کې د مطبوعاتو او عامه اړیکو د ريیسه( ویاندې) په توګه وټاکل شوه.
د يادونې وړ ده چې نوموړې په کابل ښاروالۍ کې د مطبوعاتو د رييسې په توګه دا اداره د ۶۰ دولتي ارګانونو ترمنځ د اطلاعاتو رسونې په برخه کې له ۴۱م مقام څخه ۶م مقام ته راورسوله.
نوموړې د ماشوم ادبیاتو په برخه کې تر خپله وسه خورا ډیر کار کړی، چې په دې برخه کې یې د ماشومانو لیکلارښود کتاب تر څنګ د کیسو څو وړې مجموعې هم چاپ شوي او ځینې يې لا هم ناچاپ دي.
په ۱۳۹۸لمریز کال کې یې د( د ماشومانو ادبیاتو لیکلارښود) په نوم څیړنیز اثر یې د زرې کړکې له خوا د کال تر ټولو غوره جایزه هم ګټلې ده.
اغلې نرګس مومند حسنزۍ په ۱۵/۶/۱۳۹۹ کې د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر اساس د کادری رتبې له حفظ سره د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د نشراتو او عامه اړیکو د رييسه په توګه وټاکل شوه.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي ریاست پېژندنه:
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي ریاست په ۱۳۹۵ کال کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په تشکیل کې د یوه اطلاعاتي او نشراتي ارګان په توګه په فعالیت پېل وکړ.
دا ریاست د هېواد سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکه ادارې د پالیسۍ اهدافو، ستراتیژیو او پلانونو سره سم، خپلې برنامې د اطلاعتي چارو د غوره تنظیم، د ټولیزو/ ډله ییزو رسنیو سره اړیکې او پر وخت کاري همغږي رامنځته او پلي کوي.
د سیمه ییز ادارو په برخو کې د سکټوري، ټولنیزو او سیاسي پېښو منعکسول، د سیمه ییزې حکومتولۍ د لاسته راوړنو او فعالیتونو سره بلدتیا، د هېواد په ولایتونو کې د دولت په ملاتړ د هېوادوالو د پاملرنې راجلبول د اطلاعاتو او عامه پوهاوي ریاست د کاري له لومړیتوبونو دي.
بنسټیزې او اساسي موخې:
۱) په سیمو کې د پرمختګ او پراختیايي خبرونو منعکسول؛
۲) هېوادوالو ته پر وخت، دقیق او کره اطلاع رسونه؛
۳) د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه ادارې د پلانونو، فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه عامه پوهاوی؛
د دې ریاست اساسي کړنې:
۱) د خبر، راپور، خپرونې، اعلامیې په لپاره د هېواد له ټولو ولایتونو څخه د معلوماتو راټولول او د خبري کنفرانس، فیسبوک، ټویټر، ویبسایټ، سیمنارونو او ورکشاپونو رامنځته کول، د سیمه ییزې حکومتولۍ غونډې او د سیمه ییزو ارګانونو د نورو ټولو ناستو خپرول؛
۲) د حکومتولۍ پروګرامونو ته د پوښښ په موخه د رسنیو سره د اړیکو ټینګول او بېلابېلو موضوعاتو د خپراوي لپاره، رسنیو ته د خبر، انځور او ویډیو راټولول او ور لیږل؛
۳) د مرکه کوونکي او مرکخ کیدونکي سره د همغږۍ رامنځته کول؛
۴) د معلوماتو ترلاسه کولو او رسنیو ته د سرچینو په واک کې ورکولو لپاره د اسانتیاو رامنځته کول او د رسنیو د موضوعاتو تاییدول، د دې ادارې اصلي فعالیتونه تشکیلوي؛
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي ریاست لاسته راوړنې:
۱) د سیمه ییزو شورا ګانو په ټاکنو کې د خلکو لازیات ګډون په موخه د ولایتونو د مطبوعاتي دفترونو له لارې په ټول هېواد کې د عامه پوهاوي کمپاین ترسره کول؛
۲) د سیمه ییزې حکومتولۍ د لاسته راوړنو په تړاو د ۷۰ څخه د زیاتو ویډیو ګانو ترتیب، تولید او په اړونده مرجعو یې ویشل؛
۳) د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت څخه د خلکو لا زیات ملاتړ په پار د دوه کمپاینونو ترسره کول؛
۴) سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه ادارې په ویبسایټ کې د ادارې د رهبرۍ، والیانو، ښاروالانو او د مرکزي ادارې د رییسانو د اسنادو ایډیټ؛
۵) خبري پوښښ (د پراختیايي او غیرې پراختیايي، لیدنو، د نوی والیانو معرفي، ښاروالانو، مرستیالانو او د ولایتونو نور خبرونه)
۶) د ادارې د رهبرۍ لیدنو او غونډو ته پوښښ ورکول؛
۷) د جمهوري ریاست د لوړ مقام د حکم په اساس د ټاکل شويو والیانو، مرستیالانو او ښاروالانو د معرفۍ اړوند خبرونو خپرول؛
۸) د حکومت او رسنیو ګډې کمیټې د ۱۳۸ راپورونو راټولول؛
۹) د کال په اوږدو کې د سیمه ییزو خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۲ قضیو ته رسیدنه، په هغه صورت کې چې سیمه ییز مسوولین په قضیه کې متهم شوي وي.
۱۰) د نویو ویبسایټونو د رامنځته کولو لپاره د ۳۴ ولایتونو د ویبسایتونو مشخصات راټولول؛
۱۱) د ولایتونو په کچه د جمهوري ریاست د هدایاتو د تطبیق څارل( هغه هدایات چې د اطلاعاتو ریاست اړوند وي).
۱۲) په سیمه ییزه کچه د کرونا ویروس پر وړاندې د عامه پوهاوي کمپاین په لاره اچول؛
۱۳) په سیمه ییزه کچه د اداري فساد او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي څخه د مخنیوي په تړاو د عامه پوهاوي کمپاین؛
۱۴) له ادارې څخه د اطلاعاتو غوښتونکیو سره د معلوماتو او اطلاعاتو شریکول؛
۱۵) په ولایتونو کې د کرونا ویروس سره په مبارزه کې د شویو لګښتونو معلومات راټولول او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون سره یې شریکول؛
۱۶) د هېواد سیاسي وضعیت څخه د ادارې د رهبرۍ مقام خبرولو په موخه، د ورځپاڼو سره قرارداد کول؛
۱۷) په سیمه ییزه کچه د اطلاع رسونې د مامورینو ډیټابیس رامنځته کول؛
۱۸) د(اسلا) دفتر په مالي ملاتړ په ۱۶ ولایتونو کې عامه د پوهاوي کمپاین ترسره کول؛
۱۹) د جمهور رییس د پیغامونو لېږدولو په موخه سیمو کې د بېلبورډونو نصبول؛
د ۱۴۰۰ لمریز کال لپاره د اطلاعاتو او عامه پوهاوي ریاست کاري پلان:
| د ۳۴ ولایتونو د خبري راپورونو ترتیب او جوړول |
| د ۴۰ ویډیو ګانو جوړول |
| د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټو رامنځته |
| په آنلاین شکل د روزنیزو برنامو دایرول |
| د اطلاعاتو او عامه پوهاوي ریاست کارکوونکو او د ۳۴ ولایتونو ویاندویانو لپاره روزنیز ورکشاپ |
| د اداري فساد پر وړاندې مبارزې په اړه د عامه پوهاوي کمپاین ترسره کول. |
| د ولایتونو د ولسوالیو پېژندنه |
| په سیمه ییزه کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي څخه د منع کولو کمپاین ترسره |
| په سیمه ییزه که له دولت څخه د خلکو د ملاتړ په موخه د دوه ناستو ترسره کول |
| د سیمه ییزې حکومتولۍ میاشتینۍ رامنځته کول |
| د الکترونیکي کتابتون رامنځته کول |
| د خبري او ګزارشي ویډیو ګانو د جوړولو له لارې د ولایتونو پېژندنه |
| د معلوماتي بروشورو چآپول |
| د خلکو ستونزو ته د رسدو په موخه د کال سېنټر رامنځته کول |
| د ۳۴ ولایتونو ویبسایټونو فعالول |
| د ۳۴ ولایتونو د ټويټر فعالولو |
| د کتابچو او قلم ترتیب او جوړول |
| د ۱۴۰۰ کال د کالیزې ترتیبول |
| په ولایتي کچه د کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه د عامه پوهاوي کمپاین |
| په سیمه ییزه کچه د امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ کمپاین ترسره کول |
| په دوه ملي ژبو د ۳۴ ولایتونو د فیسبوک نومونو یو شان کول |
| د ۳۴ ولایتونو د فیسبوکونو ویري فای کول |
