ولسی تړون پروګرام:

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره

د څارنې او ارزونې ریاست

د پروګرام نچوړ

 

د پروګرام نوم: د ولسي تړون ملي پروګرام/ National Program Citizen’s Charter
رهبري کوونکې ادارې نوم: د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې، ښاروالیو معینیت پلي کوونکې اداره: (UN Habitat)
د پروګرام مسوول: ادارة: احمد سعید فیضي

UN Habitat: محمد نجیب امیري

ایمیل ادرس او د اړیکې شمېره ۹۳-۷۹۹-۳۵۶-۸۷۴+، sayedfaizi@yahoo.com

۹۳-۷۹۱-۶۱۱-۰۹۲+، najib.amiri@unhabitat-afg.org

د پروګرام د پېل نیټه: ۱۳۹۵ (اکتوبر ۲۰۱۶) د پرواګرام د پای نیټه: ۱۳۹۹ (۲۰۱۹)
ملاتړ کوونکې ادارې یا اداره: نړیوال بانګ
د پوښښ لاندې سیمې: په لومړۍ مرحله کې څلور ولایتونه:   (د هرات، قندهار، مزار شریف و جلال آباد ښارونه)
د پروګرام بودیجه (په دالرو): د پروګرام عمومي بودیجه (په دالرو) د ۲۰۱۶ کال پلان شوې بودیجه د ۲۰۱۶ کال مصرف شوې بودیجه
۹۰ میلیونه ۱٫۴ میلیونه ۰
پروګرام د کار کوونکو شمېر: د کورنیو کار کوونکو شمېر د بهرنیو کار کوونکو شمېر د کار کوونکو ټولګه
نارینه: ۴۵ ښځینه: ۲ نارینه: ۰ ښځینه: ۰ نارینه: ۴۵ ښځینه: ۲
د پروګرام موخې: ښاري ولسي تړون پروګرام( ښاري ملي تړون) د وزارتونو او حکومت ملي پروګرام دی. ددې پروګرام په بېل سره د خلګو هېلې او باور پر حکومت زیاتیږي. ددغو برنامو په پلي کولو سره د ښاروالیو معینیت چارو پورې اړوند د ښاري پراختیا په برخه کې چتکتیا او د ښاري خدماتو برخه کې آسانتیا رامنځته کیږي.

یاد پروګرام د لسو کلونو لپاه دی چې اوسمهال د مالي تداراکاتو په اساس د څلو کلونو لپاره پلي کیږي.

ددې برنامې موخې په لاندې ډول دي:

د سیمه ییزو پراختیايي شوراګانو د رامنځته کولو او ملاتړ په وسیله د خلګو د وړتیا لوړولو لپاره پانګه اچونه او خلګو ته له دولتي مسوولینو او کارکوونکو څخه د حساب اخیستنې او پریکړې د صلاحیت ورکړه.

په ګذرونو او سیمو کې د پروژو پلي کولو د طرحې له مخې د کلیو او ښارونو په کچه د غوره، معیاري او اساسي خدمتونو وړاندې کول.

د ښځو پروړاندې تاوتریخوالي مخنیوي، فقر راکمولو، کارموندنې، د خلګو او دولت ترمنځ د مرستې پياوړتیا او باور رامنځته کول.

متوقعه پایلې: په پام کې ده چې په کلیو او ښارونو کې د ولسي تړون پروګرام په لومړۍ مرحله کې ۸،۵ میلیونه وګړي تر تر پوښښ لاندې ونیول شي او همداراز ۳،۴ میلیونه خلګ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.