په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ريیس شميم خان کټوازي په ګدون د ادارې مالي او اداري معين، رييسانو او د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې يو شمېر کارکوونکو برخه اخيستې وه.
په دې مراسمو کې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ريیس شميم خان کټوازي، د ښاري پرمختيا په موخه د پلانونو د تطبيق برخه کې د ښاروالیو مخکيني معين روح الله نيازي د کړنو ستايلو سربېره، د ښاروالیو له نوي معين څخه وغوښتل چې له ادارو سره د ښارواليو چارو د تنظيم په موخه د هدفمندو لارښوونو او د پاليسيو د ترتيب او پلان برخو کې خپلې هڅې لازياتې کړي.
په دې مراسمو کې د ښاروالیو نوي معين ډاکټر صبغت الله خبرې وکړې او په دې برخه کې د ټاکل کېدو او پرې د باور او اعتماد له کبله يې د افغانستان حکومت او د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له مشرتابه سره ژمنه وکړه چې د ښاروالیو چارو د لا ښه مديريت په برخه کې د غوره میکانیزمونو د تطبيق او همدارنګه د ښاروالیو د ظرفيت لوړونې په موخه په بېلابېلو برخو کې د ملاتړ پروګرامونه پلان او د ښارونو پراختیا او پرمختیا برخو کې به د کورنيو او بهرنيو مرستو د جلب و جذب لپاره هلې ځلې وکړي.
د يادولو وړ ده چې ډاکټر صبغت الله شاوخوا لس کاله د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سره د ولسواليو په کچه د حکومتولۍ چارو د رغولو او پیاوړي کولو برخه کې همکاري کړې او د ولسي تړون ملي پروګرام ښاري برخې رییس په توګه يې دنده ترسره کړې او دغه راز نوموړي د متحده ایالاتو څخه د حکومتولۍ په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی.
