شمیم خان کټوازي د لوګر ولايتي شورا له غړو سره وکتل.

لوګر ولایتي شورا رییس او غړو د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ريیس شميم خان کټوازي سره وليدل. د دې ليدنې په ترڅ کې د لوګر ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي د ټولو په استازیتوب د سولې په برخه کې د حکومت له پلانونو او هڅو ملاتړ څرګند کړ او په ياد ولايت کې د امنیت تامينولو، پرمختيا او د پراختيايي پروژو تطبيق کولو غوښتونکي شول.
په دې ليدنه کې ولایتي شورا غړو د سیمه يیزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس سره په مختلفو برخو کې د خلکو په وړاندې پرتې ستونزې او ننګونې بحث او د ولایتي ادارې سره يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازي د ولایتي ادارې سره په همغږۍ او همکارۍ کې د لوګر ولایتي شورا غړو د مثبتې روحیې سربېره يادونه وکړه چې ولايتي شوراګانې د قانون په رڼا کی د ولايت رهبرۍ ته د دولت پرمختيايي موخو د تامينولو او د چارو پراختيا برخو کې مشورې ورکوي او همدې اصل ته په کتو ولايتي شورا ګانې مسووليت لري چې د خلکو لخوا پرې د شوي باور سره سم عمل وکړي.
همدارنګه کټوازي د لوګر ولايتي شورا له غړو وغوښتل چې د قومي او ځایي شخړو او اختلافونو د حل لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.