د کابل په دریو ولسوالیو کې د ۱۳ چکډيمونو جوړولو تړون لاسلیک شو.

کابل کې دریو ولسوالیو لپاره د ۱۳ چکډيمونو جوړولو تړون د کابل والي محمد یعقوب حیدري، د اوبو تنظيم ملي ادارې تخنيکي معين او ادارې ريیسانو په حضور کې لاسلیک شو.
کابل والي محمد یعقوب حیدري وویل: د سیلابونو راوتل د کابل اوسیدونکو لپاره له لویو ننګونو څخه و، ولایتي ادارې دغه موضوع حکومت سره شریکه کړه چې اوس د سیلابونو کنټرول په موخه د چکډيمونو جوړولو پروژې د پلي کېدلو شاهدان یو.
دا چکډيمونه به د نږدې ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت په شکر درې، پغمان او استالف ولسوالیو کې جوړ شي.