د څه باندې ۳۳۴ میلیونه افغانیو په لګښت کونړ کې د کارموندنې پروګرام پیل شو

کونړ والي محمد اقبال سعید په دي اړه جوړو شویو مراسمو کې وویل: د څه باندې ۳۳۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د کارموندنې پروګرام له پیل سره به د اسعد اباد ښار د پرمختګ پر لور نوی ګام کیږدي.
دغه پروګرام د اسعد اباد په څلورو ناحیو کې د ۵۰ شوراګانو او ګذرونو له خوا پرمخ وړل کیږي، چې د ښار پرمختیا ترڅنګ به خلکو ته کاري فرصتونه رامنځته او د دوی په خوښه به ګټورې پروژې پلي شي.