کندهار کې، د شهید عظیم الله خان عالي لېسې د نجونو برخي ودانۍ پرانیستل شوه.

یاده ودانۍ د UNHCR مرستندویه ادارې لخوا د ولایتي ادارې په همکارۍ د اتو میاشتو په موده کي د یو لک او اتیا زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړه شوه، چي د مرستيال والي فیصل شېرزي او يوشمېر مسوولینو له خوا ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د يادونې وړ ده، چې دغه ودانۍ اته درسي خونې، مېزونه، چوکۍ او یو شمېر نور اړین ملحقات لري.