د نیمرزو امنیت لا ټينګښت په موخه غونډه وشوه

په همدې موخه جوړه شوې غونډه، چې د ۲۱۵ میوند قول اردو کې ترسره شوه، په کې د نیمروز والي زمریالي احدي، د قول اردو قوماندان جنرال سید سمیع سادات، د نیمرزو امنیه قوماندان او يوشمېر امنيتي مسوولینو ګډون کړی وو.
په ياده غونډه کې د نیمروز امنیتي برخو د تحکیماتو پیاوړتیا او نورو اړینو موضوعاتو په تړاو بحث او خبرې اترې وشوې.