د کندوز سپين زر فابريکه له دوه لسیزو وروسته یوځل بیا فعالیږي

افغانستان اسلامي جمهوري دولت د يادې فابريکې بيا فعاليدو په موخه له ازبکستان هېواد څخه تازه پنځه پایې ماشینري پېرودلې، چې اوس مهال يې د نصب کېدو چارې روانې دي.
دغه پنځه پایې ماشینري د هر ډول تیلي دانو د پروسس ظرفیت لري چې په ۲۴ ساعتونو کې لس ټنه غوړي تولیدوي.