ننګرهار کې د صابون ۶ فابریکو سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړې.

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د پنځه میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونې سره د ځان او جامو وینځلو د صابون ۶ فابریکې فعاله دي چې سلګونه کسانو ته په کې کاري زمینه برابره شوې او د هېواد ټولو ولایتونو ته په ښه کیفیت صادرات لري.
په وروستیو کې په ننګرهار په بېلا بېلو برخو کې پانګونه زیاته شوې او له امله یې د وطني تولیداتو د زیاتېدو ترڅنګ خلکو ته کاري فرصتونه هم برابر شوي دي.