لغمان، فاریاب او بلخ ولایتونو کې له څه باندې ۹ زره کورنیو سره د ملي دسترخوان له لارې مرستې وشوې

د کلیو بیا رغونې اوپراختیا وزارت، د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د يادو ولايتونو په بېلابېلو ولسوالیو کې د ملي دسترخوان له لارې د اړمنو کورنيو سره مرسته ترسره شوه.
په دغو مرستو کې اوړه، لوبیا، نخود، غوړي اوصابون شامل دي، چې د مرستو د وېش دغه لړۍ د شوراګانو له لارې لاهم دوام لري.