پکتيا مرکز ګردېز اړوند رباط سيمه کې د برېښنا وېش لړۍ پيل شوې چې د دې سيمې ګڼ کورونه به ورسره له دايمي برېښنا برخمن شي.
تر دا مهاله په مرکز کې ۸۰۰۰ کورونو ته برېښنا رسېدلې او ۷۵۰۰ نورو کورنیو ته شبکه چمتو شوې چی په نږدې راتلونکي کې به ګټي اخیستنې ته وسپارل شي.