سږکال هرات کې دوه سوه ټنه شات توليد شوي دي.

د کرنې او د مالدارۍ محصولاتو خونې رییس او د شاتو مچیو د ټولنې غړو د هرات والي سید عبدالوحید زاهد قتالي سره په کتنه کې په هرات کې د شاتو مچیو د محصولاتو د پام وړ زیاتوالي له امله خوښي څرګنده کړه.
مسوولين وايي: تر دا مهاله هرات کې د شاتو مچیو د روزنې شپږ سوه فارمونه دي چې په کې زرګونه ځوانان او خلک په کار بوخت دي.
د یادونې وړ ده چې دا مهال د هرات شات د هېواد په کچه د کمیت او کیفیت له پلوه لومړی مقام خپل کړی.