د ۲۰۹ شاهين قول اردو نوی قوماندان، د قول اردو منسوبينو ته ور وپېژندل شو

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې بلخ والي فرهاد عظيمي، ملي دفاع وزارت لومړي مرستيال شاه محمود مياخېل، د غوڅ ملاتړ ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ ميلر او يو شمېر نورو مسوولينو ګډون کړی وو.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو د نوي قوماندان په تړاو د جمهوري ریاست د حکم تر لوستنې وروسته ښاغلي عظيمي د يادې قول اردو د مخکيني قوماندان هيبت الله عليزي کړنې او فعاليتونه وستايل او نوي ګمارل شوي قوماندان جنرال مصطفی وردګ ته يې په چارو کې د برياليتوب هيله څرګنده کړه.