د هرات سيمه ييز حکومت ولسونو ته په حساب ورکولو کې ژمن دی!

سیمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رياست رييسې نرګس مومند حسنزۍ هرات ولايت ته د سفر په ترڅ کې، په سيمه ييزه کچه د اطلاع رسونې وضعيت څيړنې، د رسنیو او د سيمه ييزو چارواکو ترمنځ د اړیکو ښه والي په موخه د سيمه ييزو رسنيو مسؤلينو سره وکتل.
په دې کتنه کې د سيمه ييزو رسنيو مسؤلينو او د بېلابېلو دولتي ادارو ویاندویانو د امنیت سکتور او د ولایت ویاند دفتر ترمنځ په همغږۍ ټینګار وکړ.
دوی همداراز له سیمه ييز حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د ولايت په کچه د خبرونو او د سيمه ييزو ادارو د لاسته راوړنو پر وخت رسنيز کولو برخه کې دې رسنیو ته لازياته پاملرنه وشي ترڅو د کاري همغږۍ ترڅنګ د سيمو په کچه د اطلاع رسونې بهير لاپياوړی، د ولس او دولت اړيکې ورسره لاغښتلې شي.
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رياست رييسې، له رسنيو وغوښتل چې د اطلاع رسونې بهير پياوړي کولو برخه کی دې تر ټولو غوره لارو چارو څخه استفاده وشي، همدارنګه نوموړې ولسونو ته د کره او پر وخت معلوماتو خپراوي له کبله د رسنیو د ماموریت ستاینه هم وکړه‌.
اغلې حسنزۍ ټینګار وکړ چې په سیمه ییزه کچه ولس سره د اړيکو په همغږۍ او پر وخت د معلوماتو شریکولو برخه کې دې باید د ولایت مقام د ویاند دفتر سره اړیکه ونیول شي.