د هرات پښتون زرغون ولسوالۍ ولسونو د امنيتي ځواکونو تود هرکلی وکړ.

هرات والي سيد عبدالوحيد قتالي، پښتون زرغون ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کی د ولسوالۍ مرکزي بازار د هټۍ والو سربېره ځايي مخورو او مشرانو سره وکتل او ډاډ یې ورکړ چې حکومتي ادارې به د طالبانو بریدونو له کبله رامنځته شوي زیانونو خسارې او تخريباتو د بيارغونې برخه کې اقدامات ترسره کړي.
والي همدارنګه اړونده ادارو ته لارښوونه وکړه چې د وروستیو جګړو قربانیانو، په ځانګړي ډول د شهيدانو کورنيو ملاتړ او ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د پښتون زرغون ولسوالۍ ولسونو هم د والي په ورتګ سره، د نوموړي تود هر کلی وکړ او له امنيتي ځواکونو سره يې خپله همکاري څرګنده کړه.