میدان وردګ ولایت کې د صنعت او سوداګرۍ ودانۍ بشپړه او ګټې اخیستې ته وسپارل شوه.

دا ودانۍ د (۲۰) میلیونه (۹) لکه او (۹۱) زره افغانیو په ارزښت د یو کال موده کې بشپړه او ګټې اخیستې ته وسپارل شوه.
والي عبدالرحمن طارق ددې پروژې د پرانیستې پر مهال وویل: له دغې ودانۍ په ګټې اخیستنې سره به زموږ مسؤلین وکولای شي چې ولسونو ته د صنعت او سوداګرۍ، جوازونو اخیستو برخه کې غوره خدمتونه وړاندې کړي.
د نوموړي په خبره د کاري اسانتیاوو او امکاناتو زمینه برابره شوې او د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره به اړونده برخو کې ستونزې حل کړي.