سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازي د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له معین روښان ولسمل سره وکتل.

دې لیدنه کې دواړو لوریو په ولایتونو کې د دولتي ځمکو د انتقال بهیر چټکوالي، د ټولګټو پروژو د پلي کېدو څرنګوالي او د ښارونو پراختیا په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.
ښاغلي معین د سیمو په کچه د ځمکو استملاک بهیر کې د شته ستونزو په اړه د ادارې رییس ته معلومات ورکړل او د دغه بهیر د پرمخ بیولو برخه کې د سیمه ییزو ادارو څخه د مرستې غوښتونکی شو.
ښاغلي کټوازي په سیمه ییزه کچه ټولګټو پروژو پلي کېدو لپاره د زمینې برابرول د ادارې له لومړیتوبونو څخه یاد کړل او ډاډ یې ورکړ چې د سیمه ییزو ادارو سره په همغږۍ به د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سره د ځمکو استملاک او د پروژو پلی کېدو برخو کې مرسته وکړي.