د فرحت غونډۍ سپينږيرو او ځوانانو د بغلان له مرستيال والي سره وکتل

دې ليدنه کې د يادې سیمې مشرانو، سپينږيرو او ځوانانو خپلې شته ستونزې له مرستيال والي سره شريکې کړې‌.
ښاغلي احساس دوی سره ژمنه وکړه چې د ستونزو حل په موخه به يې اړونده مسوولینو سره خبرې وکړي، همدارنګه له دوی يې غوښتنه وکړه چې له حکومت او سيمه ييزې ادارې سره همکار پاتې شي.