د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازي د بامیانو له والي سید انور رحمتي سره وکتل.

دې لیدنه کې د بامیانو والي د ټولنیز او امنیتي وضعیت، د پرمختیایي پروژو د پرمختګونو او غوره حکومتولي په اړه د خپلو کړنو راپور د ادارې رییس ته وړاندې کړ او دغه راز یې د بامیانو د خلکو غوښتنې او ستونزې له نوموړي سره شریکې کړې.
ښاغلي کټوازي د والي کړنې وستایلې او نوموړي ته یې ډاډ ورکړ چې د بامیانو د خلکو قانوني غوښتنو او ستونزو ته به ارو مرو حللارې ولټوي.