سیمه یبزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازي د کابل له والي محمد یعقوب حیدري سره ولیدل

په دې لیدنه کې د کابل والي د څوارلس ګونو ولسوالیو د حکومتولۍ بهیر اړوند اړین مسایل او دغه راز د خدمتونو د وړاندې کولو په اړه یې د ولسونو ستونزې او غوښتنې د ادارې له رییس سره شریکې او د هغو د حل غوښتنه یې وکړه.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس د کابل د خلکو ستونزې پرځای وبللې او ټینګار یې وکړ چې ښه حکومتولي د ولسونو د باور لامل کیږي او خلک هڅوي چې د دولت له پروګرامونو څخه ملاتړ وکړي.
کټوازي ژمنه وکړه چې د کابل د ولسونو ستونزو او غوښتنو ته به له اړونده ادارو سره په همغږي د حل لارې وموندل شي.