سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پاليسۍ او مسلکي معين محمد سرور جوادي، د باميان ولايت سيغان ولسوالۍ له قومي مشرانو سره وکتل.

دې ليدنه کې د سيغان ولسوالۍ مخورو خپلې ستونزې او وړانديزونه له ښاغلي جوادي سره شريک کړل.
ښاغلي جوادي وویل: حکومت د سيمه ييزو ادارو د اصلاحاتو لپاره قوي هوډ لري او دا امر د خلکو له مرستې پرته ناشونی دی.
نوموړي وړاندې وویل چې په سيمو کې د عادلانه خدماتو وړاندې کول د دې ادارې له لومړيتوبونو څخه دي او ډاډ يې ورکړ چې د اړوندو څانګو سره په همغږۍ به د دې ولسوالۍ د خلکو ستونزو ته حللارې ولټوي.