د ولایت او ولسوالۍ اداري کړنلارو پیژندنې د ناستې دوام!

د ولایت او ولسوالۍ اداري کړنلارو د پیژندنې ناستې ته چې د ۱۶ ولایتونو مرستیال والیان، د ولایتونو څلور ګوني رییسان، د وړتیا لوړونې امرین او د ولسوالیو کارپوهان رابلل شوي وو، د سیمه ییزو ادارو ستونزې او ننګونې یې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پالیسي او مسلکي معین محمد سرور جوادي او د مرکزي ادارې رییسانو سره چې په پنل بحث کې شامل وو، شریک او د حکومت او ادارې مشرتابه له لوري یې د حل غوښتنه وکړه.
دغه ګردي مېز کې چې د سیمه ییزو ادارو د ستونزو د څېړنې په موخه جوړ شوی و ، ښاغلي جوادي ژمنه وکړه چې ارو مرو به حللارې ورته ولټوي.