لغمان کې ډ ۳ ميليونه افغانيو په لګښت د ساختماني موادو ټېسټ لپاره جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د ساختماني موادو ټېسټ لابراتوار دا ودانۍ د مهترلام ښاروالۍ له لورې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴ میاشتو په اوږدو کې جوړه شوې، چې له دې وروسته به د ټولو هغو پروژو د ساختماني موادو ټېسټ د همدې لابراتوار په ودانۍ کې ترسره کیږي.