د سرحدونو، قومونو او قبایلو سرپرست وزیر محب الله صمیم د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له رییس شمیم خان کټوازي سره وکتل

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د هېواد قومونو ترمنځ د یووالي، قومي مشرانو او مخورو سره د ولایتونو دوامدارو اړیکو ټینګښت، سرحدي مېشتو ولسوالیو اوسېدونکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د سولې او ثبات په اړه خبرې اترې وشوې.
سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت له پلانونو او طرحو څخه د ملاتړ سربېره، د یاد وزارت له نوماند وزیر څخه وغوښتل چې سرحد مېشتي هېوادوال دې د دولت له برنامو څخه د عامه پوهاوي پروګرامونو په جوړولو کې د سیمه ییزو ادارو سره همکار پاتې شي.