پنجشير والي انجينر کمال الدين نظامي، حصه اول ولسوالۍ ته سفر وکړ.

والي د دې سفر په ترڅ کې، د خلکو ستونزې او ننګونې واورېدې او د ولايت مقام د کړنو او فعالیتونو په اړه يې معلومات ورسره شريک کړل.
همداراز والي وویل: دا زموږ دنده ده چې د خپلو کړنو او فعالیتونو په اړه د ټولنې هر وګړي سره معلومات شريک کړو.
د يادولو وړ ده چې په دې پروسه کې ټول سکتورونه شامل دي.