لغمان کې د کليوالي ښځو د پیاوړتیا ملي پروګرام پر بنسټ په تېره یوه میاشت کې د ۲۵۳۱۹۳ افغانیو په ارزښت ۲۳ غالۍ او ۱۳ ګیلمونه تولید او بازار ته وړاندې شوي.

د لغمان مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالۍ کې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لورې د کليوالي ښځو د پیاوړتیا ملي پروګرام په چوکاټ کې ۳۷۰ راستانه شویو کورنیو ته د قالین او ګیلم اوبدلو کارګاوې ویشل شوي، چې له مخې يې په تېره یوه میاشت کې د ۲۵۳۱۹۳ افغانیو په ارزښت ۲۳ غالۍ او ۱۳ ګیلمونه تولید شوياو مارکېټ ته وړاندې شوي.