کندوز والي عبدالستار ميرزکوال چهاردرې ولسوالۍ ته سفر وکړ

میرزکوال د دې سفر په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ قومي مشرانو او مخورو سره په ناسته کې د دوی ستونزې او غوښتنې واوریدې.
قومي مشرانو د پراختیا، زده کړو، روغتيا او بیارغونې برخه کې خپلې غوښتنې د ولایت مقام له رهبرۍ سره شریکې کړې.
دوی همدا راز د پراختیایي پروژو د تطبیق په اړه وویل چې د چهاردرې ولسونه ژمن دي، چې په پوره توان او طاقت سره د پراختیایي پروژو د تطبیق برخه کې د خپل حکومت او نظام تر چتر لاندې څارنه او نظارت وکړي.
ښاغلي میرزکوال دوی ته ډاډ ورکړ چې د ولایت مقام رهبري هڅه کوي، چې د امنیتي، پرمختيايي، روغتيايي، تعلیمي او کرنېزو برخو کې ځانګړې پاملرنه وکړي.