پکتيا څمکنیو کې به د ۸۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د نجونو ښوونځي ودانۍ جوړه شي.

ياده ولسوالۍ کې د سیمین اکبري د نجونو ښوونځي ودانۍ د جوړېدو چارې د پوهنې ریاست د مسوولینو، قومي مشرانو او یو شمېر نورو چارواکو په ګډون پېل شوې.
یاده ودانۍ د ۸۱ میلیونو افغانیو په ارزښت د ښارجوړونې او د ځمکو وزارت لخوا په پاخه او اساسي ډول په دریو پوړونو کې جوړیږي، چې ۴۰ درسي ټولګي، ۹ اداري خونې، یوه معلوماتي خونه، د لمريزې برېښنا سيستم، د اوبو ذخيره، احاطوي دېوال، دېرش عصري تشنابونه، ګودام، کتابتون او نورې اړینې آسانتیاوي به ولري.