د غمشریکۍ پیغام!

په ډيرې خواشينۍ سره، چې د بدخشان د راغستان ولسوالۍ ولسوال عبدالرحيم فرحت د ورپېښې ناروغۍ له کبله د ژوند پور پرې او له دې فاني نړۍ يې د تل لپاره سترګې پټې کړې.
انا لله و انا الیه راجعون
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رهبري، د ولسوال فرحت د مړينې له کبله د نوموړي کورنۍ او د راغستان درنو ولسونو سره په دې غم کې ځان شريک بولي او ارواښاد ولسوال عبدالرحيم فرحت ته د لوی خدای(ج) له دربار څخه د جنت الفردوس او د متوفي پاتې کورنۍ ته د صبر جميل غوښتونکې ده.