مطبوعاتي بلنليک!

ټاکل شوې چې سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره د روان کال عقرب میاشتې په ۱۹ مه نېټه( په سيمه ييزه کچه د اطلاعاتي بهیر د پیاوړتیا ملي کنفرانس) د جمهوري ریاست عالي مقام، د دوهم مرستیال ښاغلي سرور دانش، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشرتابه او د ۳۴ ولایتونو وياندويانو په حضور، د سولې په چارو کې د دولت وزارت په تالار کې ترسره کړي.
په همدې اساس د رسنیو درنو استازو ته په درنښت بلنه ورکول کېږي، چې د یادې ناستې خبري پوښښ په موخه تشریف راوړي.
وخت: د روان ۱۳۹۹ کال، عقرب ۱۹ نېټه، دوشنبې سهار۹:۰۰بجې
ځای: د سولې په چارو کې د دولت وزارت تالار – ملالۍ واټ
د اریکی شمیر: ۰۷۷۴۲۳۴۱۵۱