تورن جنرال مهمند کټوازی د خوست نوی والي وټاکل شو

سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړانديز او د افغانستان اسلامي جمهوريت عالي مقام د ۱۳۹۹/۸/۱۲ نېټې د (۲۰۳۰)حکم په اساس تورن جنرال مهمند کټوازی د ميرشاه زوی د نظامي رتبې په حفظ سره، د محمد صديق پتمن پر ځای د خوست نوي والي په توګه وګمارل شو.