خبرتیا!

افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مې مادې او د جلالتمآب جمهور رييس د (۸۳مې) ګڼې فرمان پر بنسټ، د ځوانانو وضعیت د لا ښه والي او پیاوړتیا، د پالیسیو او ستراتیژیو جوړولو، په اقتصادي، ټولنیز، کلتوري، علمي او اړوندو برخو کې ځوانانو ته د لازیاتې ونډې ورکولو، د جمهوري ریاست لوړ مقام ته د لازمو مشورو، د ځوانانو ترمنځ د انسجام او همغږۍ رامنځته کولو او دولت په کچه د مدیریت او رهبرۍ برخه کې له ځوانانو د ملاتړ په موخه د ځوانانو عالي شورا جوړېږي.
دغې شورا د غړو ټاکل کېدلو لپاره د ولایتونو مرکز او ولسوالیو په کچه د ځوانانو ترمنځ ټاکنې ترسره کېږي.
په پېل کې د ولایت مرکز او هرې ولسوالۍ په کچه یوه ښځینه او یو نارینه د ټاکنو له لارې ټاکل کېږي، کله چې د مرکز او ولسوالیو په کچه بریالي شوي نوماندان وټاکل شي، دویم پړاو د ولایت په کچه د یادو ټاکل شویو کسانو ترمنځ بیاځلې ټاکني ترسره کېږي چې یو نارینه او یوه ښځينه د ټولو ټاکل شویو غړیو څخه د ټاکنو په پایله کې غوره کېږي.
د هیواد ۳۴ ولایتونو د مرکزونو په کچه د دویم پړاو ټاکنو وروسته ۶۸ تنه ځوانان د غوراوي عالې کمیټې مرکز کابل ته ورپیژندل کیږي چې دغه کمیټه د نوماندانو شرایطو او معیارونو ته په پام سره یادو کسانو څخه د هر زون په استازیتوب دوه تنه (یو نارینه او یوه ښځینه) او په ټوله کې (۱۶ تنه) د ځوانانو عالي شورا غړیتوب لپاره ټاکي او د ځوانانو عالي شورا غړیتوب په ترلاسه کولو کې پاتې راغلي ځوانان به د اړونده ولسوالیو او ولایتونو په مرکزونو کې د ځوانانو عالي شورا سره د دایمی همکارانو په توګه همکار وي.
د يادونې وړ ده چې د ځوانانو عالي شورا د غړيتوب ترلاسه کولو لپاره د ټاکنو اړوند بهیر په ټولو ولايتونو کې د لړم مياشتې په لسمه نېټه رسماً پېلیږي.
د رایه ورکوونکو او نوماندانو شرطونه، د ټاکنو مهالویش او نور اړین معلومات د ځوانانو عالي شورا د ټاکنو ترسره کولو په میکانیزم کې لیکل شوي دي.
نوماندان او رایه ورکوونکي کولای شي چې د یادې پروسې په تړاو هر ډول پوښتنو او ستونزو سره د مخ کېدو په صورت کې اړوند زون ته په پام لاندې شمېرو سره اړیکه ونیسي:
جنوب زون: ۰۷۷۸۲۱۱۶۹۳
پایتخت زون: ۰۷۸۰۳۳۲۶۴۱
شمال ختیځ زون: ۰۷۹۵۰۵۰۵۷۳
ختیځ زون: ۰۷۷۶۷۸۲۲۴۵
شمال زون: ۰۷۰۶۰۰۱۹۱۹
جنوب ختیځ زون: ۰۷۸۸۳۵۰۹۰۰
د مرکز زون: ۰۷۹۷۱۶۶۲۰۷
لویدیځ زون: ۰۷۹۹۵۸۸۸۸۵