کابل شکردرې ولسوالۍ کې د بند شاه و عروس سړک جوړولو پروژه پرانیستل شوه

د سړک پرانيستې مراسمو کې د شکردرې ولسوال ګوهر خان بابري، امنيتي مسوولينو او د سيمې ځايي اوسېدونکو برخه اخيستې وه. د ولسوال ګوهر خان بابري په خبره په دې پروژه کې د ۵۴۰۰ متره سړک سربېره ۲۵ پلچکونه شامل دي، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به نږدې پينځه زره کورنۍ له ګټو برخمنې شي.