ولسمشر نن ماښام د هلمند او نيمروز امنيتي مسوولينو سره د يوه ويډيويي کنفرانس له لارې خبرې وکړې

دې ويډيويي کنفرانس کې د يادو ولايتونو امنيتي مسوولينو په بېلابېلو برخو کې د خپلو پلټنو په اړه وروستي جزيات له ولسمشر سره شريک کړل.
د هلمند امنيتي چارواکو په وضعيت کې د مثبتو بدلون خبر ورکړ، همداراز زياته يې کړه چې امنيتي کمربند پياوړی شوی، وضعيت بهتر شوی او د دوښمن بريدونه او ګواښونه به په پرلپسې ډول له ختم کړي.
په دې ويډيويي کنفرانس کې د نیمروز والي د وروستیو پیښو او په ځانګړي ډول د کمال خان بند پر ساتونکو د دښمن برید په اړه خپل راپور له ولسمشر سره شریک کړ.
ولسمشر غني د هلمند او نیمروز ولایتونو د چارواکو راپورونو له اوریدو وروسته په یادو ولایتونو کې د میشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو له هڅو مننه وکړه او زياته يې کړه چې په هلمند ولایت کې د وروستیو جګړو له امله بې ځایه شوې کورنيو ستونزو ته به رسيدنه وشي او امنیتي پلانونه باید په منظم، ګډ او همغږي ډول پلي شي.