سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازي د لوګر والي محمد اجمل شاه پور سره وکتل.

دې لیدنې په ترڅ کې لوګر والي د یاد ولایت اړوند مسایلو او د حکومتولۍ وضعیت په اړه د معلوماتو سربېره د خلکو ستونزې او غوښتنې د ادارې له رییس سره شریکې او د حل غوښتنه یې وکړه.
د ادارې رییس د لوګر والي سره ژمنه وکړه چې د خلګو غوښتنو ته به پاملرنه وشي.
ښاغلي کټوازي په خپلو خبرو کې د والیانو، ولایتي ادارو او وزراتونو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو ټینګار وکړ او همداراز د لوګر والي ته يې لارښوونه وکړه ترڅو د ادارو کاري وړتیا لوړونې په موخه یاد ولایت کې د ارزونې بهیر پیاوړی کړي.