سیمه ییزو ادارو د نوي قانون مسودې ته د بیا کتنې په تړاو غونډه وشوه.

دې ناسته کې، د جمهوري ریاست د عالي مقام دفتر عمومي ریاست د دولت دارۍ سکرتریت استازو، اکاډمیکو بنسټونو او مدني ټولنو استازو ګډون کړی و.
سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پلان او پالیسۍ رییس سیف الله سایس د دغه قانون مسودې په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې د سیمه ییزو ادارو په اوسني قانون کې د مرکزي او سیمه ییزو ادارو د واکونو او صلاحیتونو د روښانه تعریف نه شتون او نور ټکي د دې لامل شوي څو د سیمه ییزې حکومتولۍ د پالیسۍ له مخې سیمه ییزو ادارو د نوي قانون جوړېدو ته لا ډیره پاملرنه وشي
سیمه ییزو ادارو د قانون په نوې مسوده کې چې په نږدې راتلونکې کې به د تصویب په موخه پارلمان ته وړاندې شي، مهم ټکي یې، سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې دندې او واکونه، د ښاروالیو او ولایتي شوراګانو دندې، واکونه او کاري کرښې او دغه راز د خدمتونو وړاندې کولو لپاره د غوره جوړښت څرنګوالي ته اشاره شوې ده.
د یادولو ده چې سیمه ییزو ادارو نوی قانون به د سیمه ییزې حکومتولۍ چارو کې ښه همغږي رامنځته کړي.