کندوز مرکز کې، ۱۴۸ ميليونه افغانيو په لګښت د هوايي ډګر پر دویم سړک د قير اچولو کار پیل شو

کندوز مرکز کې، ۱۴۸ ميليونه افغانيو په لګښت د هوايي ډګر پر دویم سړک د قير اچولو کار پیل شو
کندوز مرکز له نوې امنیه قوماندانۍ تر هوايي ډګر پورې پينځه نيم کيلومتره دویم سړک به د سولري څراغونو، ګلدان او پياده رو په درلودلو سره د ۱۴۸ میلیونه افغانيو په لګښت په اساسي ډول جوړ شي.
کندوز والي د پرانيستې مراسمو کې يادونه وکړه چی له قرار داد سره سم د سړک کیفیت ته به ځانګړې پاملرنه وشي.
.