هرات ښاروالۍ کې د عوايدو الکترونيکي سيستم فعال شو

هرات ښاروالۍ کې د “IFMS” مالي مديريت سیسټم پنځمه نسخه د ښاروالیو معيينت عوايدو، محاسبې او اداري چارو رييس محمد امين توخي، ولايت مقام مالي او اداري مرستيال ډاکټر نور محمد حيدري، هرات ښاروال غلام حضرت مشفق، ګذر وکيلانو او ځايي اوسيدونکو لخوا پرانيستل شوه.
دې سیسټم په پرانیستلو سره به هرات ښار کې سوداګریزې اتحادیې د جوازونو صادرولو او ملکیتونو پاکولو بشپړه پروسه بريښنايي شي او د اسنادو اوږد مهاله مرحلو ( توزیع، نوي کولو او بيا نوي کول) مخنيوی به وشي. ياد سيستم د هرات ښاروالۍ په ۱۵ ناحيو کې د ښاري پروګرام په مالي او تخنيکي مرسته تمويل شوی.