سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازي د بلخ له نوي والي فرهاد عظیمي سره وکتل

دې لیدنه کې لومړی فرهاد عظیمي له ولسمشرۍ او ادارې له مشرتابه مننه وکړه، چې پر ده یې باور وکړ او د والي په توګه یې وټاکه.
والي دغه راز ژمنه وکړه چې د ولسونو په مرسته او همغږۍ به بلخ ولایت کې امنیت ټینګ او د ښې حکومتولۍ رامنځته کولو لپاره به جدي اقدامات ترسره کړي.
سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس بلخ یو مهم او ستراتیژیک ولایت وباله او نوي والي ته یې لارښوونه وکړه څو له خلکو سره په سلا مشورې یاد ولایت کې د ثبات ټینګښت، فساد سره مبارزې او خدمتونو وړاندې کولو برخه کې د پام وړ اقدامات ترسره کړي.
ښاغلي کټوازي همدا راز د بلخ نوي والي ته په ورسپارل شوي مسوولیت کې د بریا هیله وکړه او ادارې له لوري یې د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړ.