غور ولایت مرستیال والي، ولایتي شورا رییس او ځوانانو سره د ادارې رییس وليدل

سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازي د غور له مرستیال والي حبیب الله رادمنش، ولایتي شورا رییس فضل الحق احسان او د یاد ولایت له ځوانانو سره په لیدنه کې، د هغوی ستونزې او غوښتنې واورېدې.
غور ځوانانو د ادارې له لورې د ځوانانو وړتیا لوړونې او کاري فرصتونو رامنځته کولو برخه کې، د پاملرنې غوښتونکي شول.
ادارې رییس د غور ځوانانو له درک څخه ستاینه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې غوښتنو ته به يې د قانون په چوکاټ کې رسېدنه وشي.