شمیم خان کټوازي د پکتیا ولایتي شورا له غړو سره وکتل

سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازي د لیدنو په لړ کې، د پکتیا ولایتي شورا له رییس عبدالمالک مجاهد او غړو سره وکتل.
پکتیا ولایتي شورا رییس د امنیتي او پرمختیایي مسایلو او د خلکو لومړیتوبونو په اړه د ادارې رییس ته معلومات ورکړل.
رییس ښاغلي شميم خان کټوازي د پکتیا ولایتي شورا غړو ته ډاډ ورکړ چې امنیتي او پرمختیایي مسایل د ادارې د پروګرامونو په لومړیتوبونو کې دي او دې برخه کې شته ستونزې به د اړونده ارګانونو په همغږۍ تعقیب او حل کړي.
په دې لیدنه کې د خلکو او دولت ترمنځ اړیکو د پیاوړتیا او ټینګښت په برخه کې د ولایتي شوراګانو پر رول هم خبرې اترې وشوې.
_____________